د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۹۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې ۴۶۷۰ د کورونا ویرووس شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۱۲۷۲ هغه مثبتې ختلې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې بیا ۹۳۵ کسان هم له کورونا ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د کورونا ویرووس له خپرېدو راهیسې تراوسه پر دې وبا  یو لک او ۲۴۷۵۷ کسان اخته شوي او ۵۱۹۹ کسان هم ترې مړه شوي دي.

 هېواد کې د کورونا ویرووس درېيمه څپې په خورا چټګۍ روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي، د روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې د کورونا ویرووس له امله د مړو شمېر له هغه ډېر دی چې دغه وزارت یې خپروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا نړۍ کې هم تراوسه ۱۸۳ میلیونه او ۹۲۷زره کسان پر کورونا ویرووس اخته شوي چې له دې ډلې، ۳ میلیونه او ۹۸۱زره کسان ترې مړه شوي او ۱۶۸میلیونه او ۳۳۴زره کسان تر درملنې وروسته بېرته ترې روغ شوي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، روسیه او ترکیه هغه هېوادونه چې په نړۍ کې د کورونا ویرووس ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي. له دې ډلې امریکا د نړۍ هغه هېواد دی چې د کورونا له امله پکې ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. امریکا کې تراوسه د کورونا له امله، ۶۲۱زره کسان مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام