Asset 1SWN

د کورونا اتمه څپه؛ د افغان‌-‌جاپان روغتون مسوولان: دا څپه له تېرو هغو ګواښوونکې ده

6AB722B2-F5C1-4B6B-BF3A-888FA2ED4D00_w1080_h608_s

په کابل کې د افغان‌‌–‌جاپان روغتون مسوولان په هېواد کې پر کورونا ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، افغانستان کې د کورونا روانه اتمه څپه د تېرو هغو په پرتله ګواښوونکې ده او پرې د اخته کسانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

په افغان‌–‌جاپان روغتون کې پر کورونا ناروغي د اخته کسانو د څارنې څانګې مسوول شېرین‌اغا ناصري سلام‌وطندار ته وویل چې د کورونا په دې څپه کې لږترلږه ۶۰ سلنه هغه کسان پر دې ناروغي اخته شوي چې مخکې یې هم یو ځل دا ناروغي تېره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «له بده مرغه له اختر وروسته په روغتون کې شمېرې لوړې شوي. پرون شاوخوا ۸۵ کسان راغلي چې د ۲۲ یې پایلې مثبتې ختلې دي. ۶۰ سلنه هغه ناروغان دي چې یو ځل مخکې هم ناروغان شوي او ۴۰ سلنه نور نوي ناروغان دي. د ورځې شاوخوا دوه یا درې سلنه مړینه لرو.»

بله‌خوا په افغان‌-‌جاپان روغتون کې پر کورونا د اخته کسانو د جدي څارنې څانګې مسوول ډاکټر انعام‌الله رحمتي وايي، د کورونا د تازه یا اتمې څپې له خپریدو سره یې په روغتون کې ناروغان هم پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

د هغه په خبره: «مخکې به څلور یا پنځه ناروغان بستر وو، خو اوس شاوخوا لس یا دولس ناروغان بستر دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت یا نورو روغتیايي ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي، هغوی چې ناروغان لري یا یې عمر لوړ دی، ګڼه‌ګوڼې ته ور نه‌شي. واکسین حتمي دی چې ویې کړي.»

په همدې حال کې یوشمېر ناروغان چې د درملنې په موخه افغان‌-‌جاپان روغتون ته راوړل شوي وايي، مخکې هم یو ځل پر کورونا اخته شوي وو، خو اوس مو روغتیايي وضعیت ډېر سخت شوی دی.

رحمت‌خان چې له لسو ورځو راهیسې په افغان‌-‌جاپان روغتون کې بستر دی، وايي: «شاوخوا اته-‌لس ورځې کېږي چې دلته بستر یم. خپله لومړی پوه نه شوم. جمهوریت روغتون ته ورغلم، ویې کتلم، بیا یې دلته راولېږلم. لویه ستونزه مې دا وه چې ډېر ټوخېدم. زړه مې درد کاوه، د زړه حمله هم راباندې راغله.»

د کورونا تازه څپه کې نه یوازې ځوانان او د لوړ عمر لرونکي پر دې ناروغي اخته شوي، بلکې ماشومان هم ترې خوندي نه دي. مریم چې دولس کلنه ده، هم پر کورونا اخته شوې ده. هغه وايي: «شل ورځې کېږي چې دلته راغلې یم. ټوخی او د ستوني درد لرم. ډېره ټوخېدم. اوس لږ ښه شوې یم، خو ټوخی مې نه‌دی درېدلی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت هم د کورونا له تازه څپې سره پر دې ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې هره میاشت تر ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي: «په تېرو درېوو څلورو میاشتو کې شمېر لوړې شوي. هغه شمېرې چې اوس موږ سره شته، که څه هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله پېښې کمې دي، خو د میاشتنیو شمېرو له مخې، هره میاشت کې مو له دوه‌نیم تر درې زرو پورې پېښې لرلې دي.

روغتیايي مسوولان داسې مهال په هېواد کې د کورونا د اتمې څپې د خپرېدو خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې اووه میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام