د خوست اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د لوړ عمر لرونکي کسان ډېر پر کورونا اخته شوي چې ځينې ترې روغ او یو‌شمېر یې له امله مړه شوي دي.

یوشمېر دغه کسان چې عمرونه یې زیات دي، سلام‌وطندار ته ویلي، په خپلو کورنیو کې لومړي کسان وو چې پر کورونا اخته شوي او وروسته یې ترې د کورنۍ نور غړي او ماشومان هم نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۵۵ کلن محمد خان سلام‌وطندار ته وویل: «د کورونا درېمیې څپې په راتلو سره زه هم پر کورونا اخته شوی وم، درې ځوان زامن او د کورنۍ ماشومان مې روغ پاتې شول. دا په داسې حال کې وه چې زما نږدې ملګری هم چې تقریباً د ۶۰ کالونو وو، د  کورونا ناروغۍ له امله یې ژوند وبایله او د هغه په کورنۍ کې یوازې دی وو چې لوړ عمر یې درلود.»

۵۸ کلن نادرشاه د خوست یو بل اوسېدونکی دی چې لا هم پر کورونا ناورغۍ اخته دی. نوموړی وايي، کله چې د کورونا ناروغۍ پیدا شوې، له هماغه راهیسې یې د وجود دردونه نه دي کرار شوي.

نوموړي وویل: «د کورونا له دویمې څپې راهیسې د وجود دردونه راسره مل دي. بار بار روغتون ته تللی یم، خو روغتیاپالان پر کورونا د اخته‌کېدو راته وایي. څو ډاکټرانو راته وویل چې بابا ستا عمر زیات دی، نو د  کورونا عادي علایم هم پر تا ډېر اغېز کولای شي.»

په ورته مهال خوستی ځوان عصمت‌الله وايي چې پلار یې د ۶۳کلونو وو چې کورونا یې ژوند واخیست. نوموړی زیاتوي چې لومړی د کورونا پر وړاندې بې‌باکه و، خو کله یې چې پلار د یادې وبا له امله مړ شو، له هغه وروسته یې د دغه وبا پروړاندې احتیاطي تدابیر زیات کړل.

عصمت‌الله وايي چې په خپل کور کې یې د لوړ عمر کسانو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او د کورونا په اړه ټولې روغتیايي لارښوونې تعقیبوي.

خوست کې یو‌شمېر روغتیاپالان هم وایي، د لوړ عمر کسان تر نورو ژر پر کورونا اخته کېږي، ځکه چې د دوی بدني ځواک او قوت کمزوری وي او د ویروسي او نورو ناروغیو پر وړاندې مقاوم نه‌شي کولای چې د ځوانانو په پرتله ډېر پر کورونا اخته کېږي.

ډاکټر داود افضلي سلام‌وطندار ته وویل چې کورونا یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې د لوړ عمر کسان پرې ډېر اخته کېږي او لامل یې هم د بدن د دفاعي سېسټم کمزورتیا ده.

نوموړي زیاته کړه: «ځوانان او د کم عمر کسان د کورونا پر وړاندې مقاومت کولای شي او تر ډېره پر کورونا هم نه اخته کېږي، خو د لوړ عمر کسان پر کورونا ژر اخته کېږي، د کورونا عادي علایمو پر وړاندې هم کمزوري دي. علت یې زیات عمر او د بدن کمزورتیا ده، زموږ کلینیک ته زیاتره د لوړ عمر کسان راځي چې پر کورونا اخته وي.»

د ډاکټر داوود افضلي په وینا، د لوړ عمر لرونکي کسان باید تر ډېره د کورونا په اړه روغتیايي لارښوونې تعقیب کړي او پر دې ناروغۍ له اخته‌کېدو ځان وژغوري.

نوموړي زیاته کړه چې لوړ عمر لرونکي کسان باید تل تازه مېوې،  سبزیجات، مایعات او داسې خواړه وخوري چې ویټآمین او پروټین ولري.

د افضلي په وینا، د کورونا مخنیوي لپاره د لوړ عمر لرونکي کسانو ته په‌کار ده چې ټولنیز واټن مراعات کړي، لاسونه پرېمنځي او نورې روغتیايي لارښوونې هم مراعات کړي، څو پر کورونا له اخته‌کېدو ځان وژغوري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیاپالانو په خبره، هېوادوال باید کورونا ویروس جدي وګڼي، څو روغ پاتې شي. دوی ټینکار کوي چې له اړتیا پرته له کوره بهر لاړ نه شي، ماسک وکاروي او لاسونه په صابون ومینځي او له مایعاتو زیاته ګټه واخلي، څو پر کورونا ویروس اخته نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام