Asset 1SWN

خوست کې ناپېژنده وسله‌والو یو صراف وژلی

a274f02d-f964-475b-ba14-20d713c15733

ناپېژنده وسله‌والو نن چهارشنبه د وري ۲۳مه د خوست د صرافانو مارکېټ کې د احمدشاه مندوزي په نوم یو صراف وژلی دی.

د خوست صرافانو مارکېټ یوه صراف انعام‌الله ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې یوشمېر وسله‌والو په نظامي لباس کې له احمدشاه مندوزي د پیسو غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه وسله‌وال د صرافانو مارکېټ کې له یاد صراف د پیسو غوښتنه کوله، خو نوموړي یادو کسانو ته د پیسو له ورکړې ډډه وکړه چې وروسته بیا شخړه رامنځته شوه او دغو کسانو یاد صراف وواژه.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه وسله‌وال څوک و او ولې یې له یاد صراف د پیسو غوښتنه کوله. په ورته مهال د یاد صراف له وژل کېدو وروسته خوست کې د صرافانو مارکېټ او هټۍ د اعتراض په توګه تړل شوي دي.

بل‌خوا د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز هم سلام‌وطندار ته پېښه تاییدوي، خو له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي او له بشپړېدو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام