Asset 1SWN

د کورنيو چارو سرپرست: پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي

۹۹۹۹

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله کړي او له نورو دې د حل غوښتنې نه‌کوي.

نوموړي دغه څرګندونې خوست ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«هغو مشکلاتو حل چې پاکستان د اسلامي امارت له حکومت يې د حل غوښتنه کړې په هغه برخه کې چې کوم اقدامات شوي د رسنيو پر مخ ندي راغلي، نو دوی دې خپل ګرېوان کې سرټيټ کړي او خپل مشکلات دې په خپله حل کړي او له نورو دې د حل غوښتنه نه کوي.»

نوموړي ویلي چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو ایستلو پرېکړې ټول افغانان خواشینې کړي او دغه لړۍ به هېواد کې یوه بل ناورین ته لاره پرانیزي.

هغه پر پاکستان غږ وکړ چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي او د دغه هېواد او سرپرست حکومت ترمنځ د رامنځته شوي سو‌تفاه له امله دې بې‌ګناه افغانان نه‌ځوروي.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې ویلي، «افغان کډوال مو څلوېښت کاله وړاندې په عزت سره قبول کړل او د ایستلو پرېکړو مو هم باید په عزت سره کړې وای.»

هغه له افغان سوداګرو او خلکو غوښتنه وکړه چې د راستانه شویو کډوالو لاسنيوي کې برخه واخلي او ستونزې یې ورته هوارې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تېرې اوونۍ «پنجشنبه د نومبر دویمه» پاکستان له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د راپورونو له مخې تر دې مهاله زرګونه کډوال هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام