Asset 1SWN

اسیا جام سیالۍ؛ هند نن پاکستان سره لوبېږي

366422

د روان ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په درېیمه لوبه کې نن د هند د کرېکټ ملي لوبډله خپل سیال پاکستان سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه د سپټمبر دویمه ۲:۰۰ د سریلانکا په «پالي‌کیلي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاده لوبه د اسیا جام له الف ګروپ څخه کېږي چې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې بریا خپله کړې ده. دې ګروپ کې هند، نیپال او پاکستان لوبېږي.

روان اسیا جام چې ټاکل شوی و، ټولې لوبې یې د پاکستان په کوربه‌توب وشي، دغه هېواد ته د هند لوبډلې د نه وردتګ له امله د یاد جام نږدې ډېرې لوبې سریلانکا کې کېږي.

د هند او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هند څلور او پاکستان بیا یوه لوبه ګټلې ده.

خو د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

هند بیا په کړیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.

د هند او پاکستان یادې لوبې ته د دواړو هېوادونو سربېره په ټوله نړۍ کې د کرېکټ  میلیونونه مینه‌‌وال شېبې شماري. هند او پاکستان چې له کلونو راهیسې خپلو منځو کې سیاسي ستونزې لري چې دې ستونزو یې پر کرېکټ هم اغېز کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله سریلانکا ته رسېدلې او له وړاندې یې تمرینات پیل کړي. هند هم د نننۍ لوبې لپاره چمتوالی کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام