د اسټرالیا په کوربهتوب د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو تر لړ کې نن د هند او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ بجې د اسټرالیا په مېلبورن کې پیل شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو سیالیو کې هند درې ځلې او پاکستان بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.
په ورته مهال د پاکستان او د هند د کرېکټ ملي لوبډلو په خپلو وروستیو پنځو شل اووره نړیوالو سیالیو کې یوازې یوه یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.
د اسټرالیا مېلبورن کرېکټ لوبغالی د شاوخوا ۱۰۰زره نندارچیانو لپاره جوړ شوی چې نن به د هند او پاکستان د لوبې کتلو لپاره له نندارچیانو ډک وي.
په یاد لوبغالي کې شوې وروستۍ پنځه لوبې هغې لوبډلې ګټلي چې دویمه توپوهنه یې کړې ده.
د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په خبري کنفرانسو کې یادې سیالي ته له بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی. د پاکستان لوبډلمشر بابرعظیم ویلي، که څه هم دغه لوبه له فشاره ډکه ده، خو دی پر خپلو توپ اچوونکو بارو لري.
بلخوا د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما بیا ویلي چې هر ډول لوبې ته چمتو دی او پاکستان ته به دې سیالي کې ماته ورکوي.