Asset 1SWN

جوزجان کې د غالیو د پراسېس مرکز جوړېږي

DSC_0215

د جوزجان د اقچې ولسوالي په بازار کې د لومړي ځل لپاره د غالیو د پراسېس یو مرکز جوړېږي. د عابد افغان شرکت مشر ذبېح‌الله زاهد چې دا پروژه عملي کوي، وايي چې دغه مرکز د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR له‌خوا ورکول کېږي، پر دوه زره متره مربع ځمکې په دوو پوړونو کې جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، یاده پروژه په شپږو میاشتو کې بشپړېږي او د کار په پیل سره یې د ۱۲ سوو کسانو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي. د زاهد په وینا، مخکې به د افغانستان ټول اومه توکي پاکستان او ایران ته صادرېدل او هغوی به بیا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادرول، خو اوس به دغه کار دلته کېږي.

د جوزجان والي محمداسماعیل راسخ هم وايي چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به په شمال کې تولید شوې غالۍ پراسېس او بیا به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي. د نوموړي په خبره، د یاد مرکز جوړول د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو لپاره مادي او معنوي ارزښت لري.

د اقچې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي هم د غالیو د پراسېس د دغه مرکز د جوړېدو هرکلی کوي او وايي، ترې دې وروسته به د پاکستان په نوم د افغانستان د غالیو صادرېدو مخه ونیول شي.

بله‌خوا د اقچې ولسوالي د کډوالو ښارګوټي د پراختیايي شورا مشر محمدالله وايي، هر کال زرګونه متره مربع افغاني غالۍ په پاکستان کې پراسېس او بیا نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د یاد مرکز په جوړېدو سره به افغاني غالۍ همدلته پراسېس او د نړیوالو بازارونو لپاره چمتو کېږي چې خلکو ته یې ډېره ګټه اوړي.

په جوزجان کې د غالیو یوشمېر سوداګر بیا وايي، سره له دې چې افغاني غالۍ ښه کیفیت او ښه نوم لري، خو مناسب بازار نه لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام