Asset 1SWN

د اسیا جام سیالۍ؛ پاکستان نن نیپال سره لوبېږي

pakistan-new-zealand-cricket

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې په خپل کوربه‌توب د نیپال د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اګسټ ۳۰مه ۲:۰۰ بجې د پاکستان په «ملتان کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روان ۲۰۲۳ کال د اسیا جام سیالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوي چې الف ګروپ کې «پاکستان، نیپال او هند» شامل دي. «ب» ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلدېش او سریلانکا سره یوځای شوي چې د یوه بل پر وړاندې به لوبه وکړي.

افغان لوبډله هم په اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسېدلې ده. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به راتلونکې یکشنبه د سپټمبر پر درېیمه به لاهور کې له بنګلدېش سره خپله لومړۍ لوبه وکړي.

د افغان لوبډلې د ګروپ پړاو دواړه سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې دي. سبا به د دغو سیالیو په لړ کې بنګلدېش له سریلانکا سره ولوبېږي. دغه لوبه د سریلانکا په کوربه‌توب کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۲۳ کال د اسیا جام سیالۍ په پاکستان کې وشي، خو دغه هېواد ته د هندۍ لوبډلې د نه تلو له امله دغه لوبې په سریلانکا او پاکستان کې نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام