ا.ا د افغان کډوالو له حقونو د دفاع لپاره کمېټه جوړه کړه

د افغانستان سرپرست حکومت په یو‌شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع لپاره یوه کمېټه جوړه کړې.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل، دغه کمېټه به د افغان کډوالو د اساسي حقونو د تامین دنده پر غاړه ولري او په نورو هېوادونو کې د دغو کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې قضیې له قانوني لارو تعقیب او وڅېړي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له امله دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی دی.

ملګروملتونو دغه څرګندونې نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په یوه راپور کې کړې دي. په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تولید ۶۲۰۰ ټُنه ته رسېده چې روان ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳۳ ټُنو ته راښکته شوی دی.

د پاکستان مېلمه‌پالنه؛ نیونې او ځورونې افغان ماشومان له رواني اړخه ځپلي

له پاکستان څخه په زور راستنې کړل شوې د یو‌شمېر کورنیو ماشومان دغه هېواد کې د ځورونې او نیونې له امله له رواني اړخه ځپل شوې او ناوړه وضعیت کې دي.

لس کلن بلال چې دوه ورځې وړاندې له پاکستانه خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شوی، وېرې اخیستی دی.

محمداشرف غني: افغان کډوالو سره روانې کړنې له نږدې څارم

مخکینی ولسمشر محمداشرف غني وايي چې له پاکستان څخه په جبري توګه د ستنېدو برخه کې افغان کډوالو سره روان کړنې له نږدې څاري.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه په لیکلي او غږیزه بڼه یوه پیغام کې همداراز ویلي چې افغانستان ګاونډیان له افغانانو سره یو ډول چلن کوي او په وینا یې، هېوادونه چې له ناورینونو سره مخ کېږي، زور یې له کډوالو باسي.