Asset 1SWN

د پاکستان مېلمه‌پالنه؛ نیونې او ځورونې افغان ماشومان له رواني اړخه ځپلي

65465ce00ea774.66410756

له پاکستان څخه په زور راستنې کړل شوې د یو‌شمېر کورنیو ماشومان دغه هېواد کې د ځورونې او نیونې له امله له رواني اړخه ځپل شوي او ناوړه وضعیت کې دي.

لس کلن بلال چې دوه ورځې وړاندې له پاکستانه خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شوی، وېرې اخیستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، وروسته له هغې چې پاکستاني پولیسو یې پلار ونیوه، د شپې خوب نه‌لري او تل په وېره کې وي. «وروسته له هغې چې پلار یې راته ونیوه، خوب مې تښتېدلی، وېرېږم، غواړم چې پلار مې ازاد شي.

د بلال پلار دا مهال په پاکستان کې بندي دی، خو دی او د کورنۍ نور غړي یې د پاکستاني پولیسو له‌خوا په زور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته ستانه کړې دي. «پلار مې بند کړ، موږ د سپین‌بولدک له لارې راغلو، خواړه او لباس مو نه درلود، بد وضعیت کې راغلو، دلته یې خواړه او جامې راکړې.»

یو‌شمېر نور افغان ماشومان چې تازه له پاکستانه په زور ایستل شوي، سلام‌وطندار ته ویلي، ذهني ازامښت نه‌لري. ۱۳کلن رفېع‌الله چې د تورخم لنډمهالي کمپ کې خپلې کورنۍ سره مېشت دی، وايي، له زده‌کړو لریوالي اندېښمن کړی دی.

رفېع‌الله وویل: «پاکستان کې مو څو کاله ژوند وکړ او زده‌کړې مو کولې، اوس چې راغلو زده‌کړې رانه پاتې شوې. موږ ته یې د لنډمهال لپاره خواړه او د اوسېدو ځای راکړ، موږ غواړو چې دایمي سرپناه راکړي، زده‌کړې وکړو او راتلونکې جوړه کړو.»

د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» له پاکستانه د راستنتېدونکو ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې.

دې بنسټونو تېره جمعه د نومبر درېیمه یوې ګډه خبرپاڼه کې د راستنېدونکو/راستانه شویو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې احتمال شته چې ماشومان د وېرې له ګواښ سره مخ وي او د زده‌کړو، روغتيايي خدمتونو او لومړنيو اړتياوو په ځانګړې توګه خوړو او سرپناه ته لاسرسی ونه‌لري.

که څه هم د سرپرست حکومت په ګډون ګڼ‌شمېر نړیوالو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه شوې، خو د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست سرفراز بوګټي وايي، له دوی د افغان کډوالو نه ایستلو په اړه غوښتنه نه‌ده شوې.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د بوګټي دغه څرګندوني ردوي او سلام‌وطندار ته یې وویل: «غوښتنې شوي، څو خبرپاڼې خپرې شوي، پاکستانی پلاوی چې کابل ته راغلی و، دا موضوع جدي ورسره شریکه شوې او همداراز سفارت مو څو ځله له مسوولانو سره یې لیدلي او موضوع یې ورته رسولې ده.»

پاکستاني د تېرې اوونۍ پنج‌شنبې نومبر دویمې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې تر دې مهاله یوازې د تورخم له لارې ۵۰زره کډوال هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد سلام‌وطندار ته ویلي چې د کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی دی. «تېرو دوو ورځو کې ۵۰زره کډوال د تورخم له لارې او نږدې درې زره د سپین‌بولدک له لارې چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، هېواد ته ستانه شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تېره اوونۍ د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي و، هغه ماشومان چې له پاکستانه هېواد ته ستنېږي، د خوړو، سرپناه او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام