Asset 1SWN

لوګر کې چارواکو او خلکو د پل‌علم ښار پاکولو په موخه حشر وکړ

۵۵۵۵۵۵

د پل‌علم ښاروالي د عامو خلکو په مرسته د دغه ښار د څلور لارو، واټونو او کانالونو د پاکولو په موخه نن یو ورځنی حشر وکړ.

دغه یو ورځنی حشر نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په مرکز پل‌علم کې وشو چې چارواکو او عامو خلکو په‌کې برخه اخیستې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت پل‌علم ښاروال اسحاق سعید سلام‌وطندار ته وویل، په دغه کمپاین کې د لوګر والي په ګډون د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو، کارکوونکو، محصلینو، هټیوالو، موټرچلوونکو او ښاریانو ونډه اخیستې وه.

سعید زیاته کړه چې د یاد کمپاین له لارې د مرکز پل‌علم ښار د «شهیدانو» څلور لارې څخه پيل تر عامې روغتیا ریاست پورې عمومي او فرعي سړکونه، کانالونه او څلور لارې د کثافاتو له شتون څخه پاک کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دې کمپاین څخه یې موخه د ښار پاک ساتلو فرهنګ دودول او ولس ته د پاک ښار اهمیت پيغام رسول دي.

بل‌خوا د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، دا ډول کمپاین ولس ته د دې پيغام ورکوي چې ښاریان او عام خلک ښار خپل کور وګڼي او د کور په شان یې پاکي ته پام وکړي.

د صمیم په وینا، ورته کمپاینونه کولای شي چې ښار کې څلور لارې، واټونه او کانالونه له  کثافاتو پاک کړي او له هر ډول ناروغیو خوندي چاپیریال رامنځته شي.

د جوړ شوي کمپاین یوه ګډونوال مدثر سلام‌وطندار ته وویل، پاکي د ایمان یوه برخه ده او د پل علم ښار هر ښاري وګړي ته پکار ده چې د ښار پاک ساتلو کې له ښاروالي سره بشپړه همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي د لوګر په ولایتي ادارې په ځانګړې توګه پل علم ښاروالۍ غږ وکړ چې ښاریانو ته د ښاري فرهنګ برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام