ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له امله دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی دی.

ملګروملتونو دغه څرګندونې نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په یوه راپور کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تولید ۶۲۰۰ ټُنه ته رسېده چې روان ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳۳ ټُنو ته راښکته شوی دی.

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سازمان «UNDOC» په دې راپور کې ویلي چې سږکال د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو پر ۱۰زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ۲۳۳زره هکټاره ځمکه پر کوکنارو پوښلې وه.

په راپور کې د افغان کروندګر د ملاتړ په موخه د پانګې‌اچوونې غوښتنه هم شوې چې په وینا یې، وکولای شي د کوکنارو له کښت لرې پاتې شي.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین سلام‌وطندار سره په یوې مرکه کې ویلي و چې افغانستان کې د تریاکو تولید صفر ته ښکته شوی دی.

عبدالحق همکار دې مرکه په ډاګه کړه چې هېواد کې د تریاکو تولید صفر شوی او په وینا یې، د نشه‌يي توکو د کښت ترڅنګ یې د تریاکو سلګونه کارخونې هم له‌منځه وړې دي.

هغه ټينګار وکړ چې افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو کښت له‌منځه وړو برخه کې جدي دي او هره ورځ یې د له‌منځه وړو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین عبدالحق همکار همداراز وویل چې د تېر یونیم کال پر مهال د نشه‌يي توکو اړوند ۱۰زره او ۴۰۰ قاچاق وړونکي نیولي دي.

د ده په ټکو چې نیول شویو قاچاق وړونکو کې لوی او کوچني قاچاقبر شامل دي او دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق باندې بندیز ولګاوه او اړوند ادارو ته یې سپارښتنه وکړه چې د نوموړي دغه فرمان په جدي توګه پلی کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام