Asset 1SWN

ملګري‌ ملتونه: افغانستان نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو سرچینه ده

210914164226-05-afghanistan-opium-file-2020

د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي چې افغانستان کې نشه‌يي توکي لا هم «لویه ننګونه» ده او دغه هېواد نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو د تولید سرچینه ده.

یوناما نن دوشنبه د لیندۍ څوارلسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې له معین عبدالحق اخوند سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر ممنوعیت، د روږدو کسانو د درملنې پر هڅو، د تریاکو له‌‌منځه وړل او د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي په تړاو خبرې کړې دي.

یوناما د روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي: «لویه ننګونه شتون لري. افغانستان نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو سرچینه ده.»

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوند‌زاده د روان کال د وري پر ۱۴ نېټه د یوه فرمان په صادرولو سره هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.

دا په داسې مهال دی چې له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د تریاکو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی دی.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي و چې ۲۰۲۱ کال افغانستان کې ۱۷۷زره هکټاره ځمکه د تریاکو تر کښت لاندې وه چې په ۲۰۲۲ کال دغه شمېره ۲۳۳زره هکټاره ته رسېدلې او  ۳۲سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه راپور پر بنسټ ۲۰۲۲ کال کابل کې هم تریاک کرل کېدل، خو ډېر کښت په سوېلي ولایت هلمند کې و او یوولس ولایتونو کې یې بیا کښت صفر ته ټيټ شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په راپور کې همداراز راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د نشه‌يي‎ توکو د کښت او قاچاق عاید ۴۲۵ میلیونه امریکايي ډالر رسېده چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام