وروسته له هغې چې سلام‌وطندار د روزګان ولایت مقام ۵۰ مترۍ کې د ترینکوټ ښار په «تریاکو چوک» کې د نشه‌يي توکو د ازاد بازار په اړه يو راپور خپور کړ، اوس د یاد ولایت امنیتي مسوولان وايي، دغه بازار یې تړلی دی.

د روزګان د امنیې قومنداني وياند اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته ویلي، د تریاکو دغه بازار یې تړلی او چاته اجازه نه‌ ورکوي چې له دې وروسته په یاد بازار کې د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو پېر او پلور وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل: «نن مو په ترینکوټ کې د تریاکو په نوم چوک وتاړه. له دې وروسته که هر څوک د نشه‌يي توکو کاروبار وکړي، د اميرالمومين له امر څخه به سرغړونه وي او قانوني چلن به ورسره کېږي.»

په ورته مهال د نشه‌يي توکو هغه کاروباریان چې له دې وړاندې يې د ترينکوټ ښار په «ترياکو چوک» کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور کاوه، سلام‌وطندار ته وايي چې د ياد بازار په تړل کېدو سره، دوی اوس له دغه ځایه وتلي او د ترینکوټ ښار څخه د باندې په «نچين» او «ماشيناو» سیمو کې د نشه‌يي توکو کاروبار مخې ته وړي.

د نشه‌يي توکو دغه کاروباریان زیاتوي چې څو ځله د اسلامي امارت د محلي مسوولانو له لوري ورته خبرداری ورکړل شوی وو چې یاده سیمه کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور بند کړي، خو دوی یې خبرداري ته پام ونه کړ چې د اسلامي امارت ځواکونو نن د دوی هټۍ ورتړلي دي.

د نشه‌يي توکو یوه کاروباري سلام‌وطندار ته وویل: «موږ ته يې څو ځله خبرداری راکړ، خو بیا مو هم دغه ځای کې د نشه‌يي توکو کاروبار کاوه. نن سهار چې بازار ته راغلو هټیو ته یې نوي قلفونه وراچولي وو، د کار اجازه نه راکول کېده. د نشه‌يي توکو کاروباریان یې اوس له دې ځای څخه د ښار نچین او ماشیناو سیمو ته لېږدولي دي. هغه ځای هم لرې نه دی، که تریاک بندوي، هغه ځایونه دې هم وتړي.»

په ورته مهال د ترینکوټ ښار اوسېدونکي هم وايي چې د نشه‌يي توکو هغه کاروباریان چې د تریاکو چوک څخه شړل شوي، اوس یې د ښار په دوو نورو سیمو کې د نشه‌يي توکو د پېر او پلور بازار جوړ کړی چې په وینا یې، که مخه یې ونه‌ نیول شي، بازار به یې یو ځل بیا تود شي.

بل‌خوا د روزګان امنیې قومنداني ویاند اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته وايي، په تریاکو چوک کې د نشه‌يي توکو د پېر او پلور بازار له تړل کېدو سربېره، دوی هڅه کوي چې د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې هم د نشه‌يي توکو کاروبار بند کړي.

قریشي زیاتوي، د ترینکوټ ښار په نچین او ماشیناو سیمو کې د نشه‌يي توکو  د پېر او پلور په اړه چا ورته شکایت نه دی کړی، خو په وینا یې، د نشه‌يي توکو کاروبار ته به اجازه نه ورکوي.

هغه وویل: «دا چې په ښار کې مو د تریاکو کاروبار بندل کړ، هڅه کوو چې په لرو پرتو سيمو کې هم دغه مرکزونه بند کړو. تراوسه يې موږ ته چا نه رسمي شکايت کړی او نه يې هم په اړه چا راته ويلي. موږ به هېچاته  اجازه ور نه‌کړو چې د نشه‌يي توکو پېر او پلور وکړي او له فرمان څخه سرغړونه وکړي.»

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده څه موده وړاندې په یوه فرمان کې د هېواد په کچه د هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت، تولید، قاچاق او پېر او پلور بندیز ولګاوه چې له دغه فرمان یوه ورځ وروسته په سوېلي ولایتونو کې د تریاکو بیه دوه برابره شوه.

هغه مهال هم سلام‌وطندار په سوېلي ولایتونو کې د تریاکو د بیې په اړه یو راپور خپور کړی و چې قاچاق وړونکي د تریاکو له تود بازار څخه خوښ وو او ویل یې، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته، د تریاکو بیه دوه برابره شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال نن شنبه د سوېلي ولایتونو د نشه‌يي توکو د پېر او پلور په بازارونو کې یو کیلو تریاک په ۱۹۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د پخوا په پرتله یې بیه نوره هم لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام