د هوا په سړېدو سره د کندوز د زوړ ښار د «نمک‌بازار» سیمې هټۍ، سرایونو او د کراچیو پر سر د لیلامي او کارول شویو جامو پېر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

له یوې‌خوا د جامو زړه‌ راښکونکې رنګونه او له بلې‌خوا د پلورونکو غږونه هر لاروی اړ باسي چې دغو دوکانونو، سرایونو او د کراچیو پر سر د لیلامي جامو پلټل پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز اوسېدونکي وايي، د هېواد اوسنیو شرایطو، بې‌وزلۍ او تنګ‌لاسۍ ته په پام، خلک مغازو کې د ګران‌بیه جامو اخیستو توان نه لري او اړ دي چې تر ډېره لیلامي جامې وپېري.

د کندوز ولایت اوسېدونکی روح‌الله سلام‌وطندار ته وايي، «خپله پوهېږئ چې دې ورځو کې هوا سړه شوې، نو باید تودې جامې ولرو. دلته راغلو چې یو څه واخلو. دلته ارزانه توکي پیدا کیږي، کوم جمپر چې مغازه کې وي، ډېر قیمته وي، خو دلته ارزانه پیدا کیږي. خلک غریبانان دي، همدغه لباس ورته ښه دی، الله د حالات ښه کړي، چې خلک ښه ژوند ولري.»

په وته مهال کندوز کې پلورونکي هم هڅه کوي چې خپلو دوکانونو ته تر ټولو مناسبې جامې راوړي او ښه پېرېدونکي ولري. محمد سلیم د کندوز ښار نمک‌بازار سړک کې د لیلامي فروشي دوکان لري او وايي، کوم لباس چې خرڅوي قیمتونه یې له ۱۰ افغانیو نیولې تر ۵ سوه ته رسېږي.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او د کورنیو د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله، د بازار مارکېټونو ته نسبت پلور یې زیات شوی دی.

که څه هم لیلامي جامې ارزانه بیه او ښه کیفیت لري او د ټولنې ټول وګړي یې د رانیولو توان لري، خو ځینې په دې باور دي چې کارول شوې جامې د پوستکي ناروغیو لېږدولو کې رول لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندوز کې روغتیاپالان وايي، د لیلامي جامو له لارې د ناروغیو لېږد د مخنیوي لپاره لومړی باید دغه جامې جوش اوبو کې ووینځل شي، بیا د یوې یا دوو ورځو لپاره د لمر وړانګو ته کېښودل شي او وروسته تر اوتو کولو وکارول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام