د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د امام‌صاحب ولسوالي په اوستامینګ او اسماعیل قشلاق سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، دا نښته د شپې تر دولس بجو پورې روانه وه او طالبانو د دغې ولسوالي په مامای ټرافیک سیمه کې هغو مرستندویه ځواکونو ته کمین نیولی و چې غوښتل یې د یادې پوستې د سرتېرو مرستې ته ور ودانګي.

ایوبي وايي، د دغو نښتو په پایله کې ۸ د ولسي پاڅونوالو او ۲ د ملي اردو ځواکونه چې د پوله‌ساتو ځواکونو یو قوماندان هم په‌کې دی، وژل شوي او درې نور سرتېري ټپیان دي.

خو د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو ویاند عبدالهادي نظري که څه هم د طالبانو برید او امنیتي ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتل مني، خو په اړه یې کره شمېرې نه ورکوي.

د نظري په وینا، اوس هم په دې ولسوالي کې ځای ځای نښتې روانې دي.

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام