Asset 1SWN

یوناما: چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

خبرنگاران-زخمی-در-بلخ-q3cwh4fadqdma1g30ctp2o0bi570seiiog1ayif8nc-q8kojpinglets9pnfo839grzlzzh04409erfmkahl4

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه راپور کې چې نن (د چنګاښ شپږمه، د سه‌شنبې ورځ) خپور شوی، لیکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ له پنځلسمې د روان زېږدیز کال د مې تر دېرشمې پورې ۷۰۱ ملکیان وژل شوي او ۲۱۱۳ نور کسان د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله ټپیان شوي دي.

په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه کمه شوې، خو لا هم وخت‌ناوخت د ځای پرځای شویو او ځانمرګو بریدونو له کبله ګڼ‌شمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام