ډاکټران د اختر ورځو کې پر کانګو د خلکو د اخته کېدو خبرداری ورکوي

یوشمېر ډاکټران د لوی اختر را رسېدو ته په کتو وايي چې د اختر ورځو کې د پسونو او غویانو د غوښې کارېدو زیاتوالي او له حیواناتو سره د خلکو نږدې پاتې کېدو له کبله به ښايي پر کانګو د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیات شي. د عمومي داخلې متخصص فرید رفیعي وايي چې د کانګو تبه یوه ساري ناروغي ده او په‌کار ده چې خلک یې په اړه معلومات ولري.

یوناما: چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.