Asset 1SWN

د پاکستان له بندخونو ۲۷ افغان بندیان خوشې شول

افغانا

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه افغانان چې د اوسېدو سندونو نه لرلو له کبله د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو، د ډیورنډ پر فرضي کرښې د تورخم دروازه کې محلي مسوولانو ته تر سپارل کېدو وروسته خپلو سیمو ته لېږل شوي دي.

د دغو بندیانو په وینا، له څه مودې راهیسې د پاکستان په بندخونو کې وو او د بندخونو مسوولانو هم ورسره ناوړه چلن کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او بندي کېدل زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام