دوه کال وړاندې د کابل ښار بره‌کي څلور لاره کې تاج کانټيننټل هوټل جوړ شو. دا هوټل د شکل له پلوه له هغه هوټلونو سره توپير لري کوم چې کابل کې له دې وړاندې فعاليت کاوه. له تاج هوټل نه وروسته نورو هوټلونو هم لکه د تاج هوټل په شان اعلانونه جوړ کړل او د ټلويزونونو پردې ونيولې. حتا ځینو د خپلو هوټلونو زړې ودانۍ ویجاړې کړې او لګيا دي لکه تاج نوې بڼه ورکوي.

د معمارۍ دغه بڼه چې په تازه‌ګۍ سره کابل کې دود شوې، په يوولسمه ميلادي پېړۍ کې په اروپا کې کارول کېده؛ خو د غه معمارۍ چې «رومي‌وار ياد رومانسيک» نومېده د دولسمې ميلادي پېړۍ په پای کې په کرار کرار له کاره وغورځېده. په حقیقت کې د معمارۍ دغه ډول خورا کلاسيک او پخوانی شوی دی او په وروستيو پېړيو کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د معمارۍ له دې ډوله کار اخيستل کېده؛ خو ډېر دود نه دی.

د تاج هوټل جوړونکی نوښتګر شخص دی او يو متفاوت هوټل يې جوړ کړی؛ خو هغو کسانو چې له دې معمارۍ وروسته دغه بڼه خپله کړې او لګيا دي جوړوي يې، نه نوښتګر دي او نه هو باهوښه؛ بلکې تقليد کوونکي دي او هغه څوک چې د دې بڼې تقليد لپاره د خپل هوټل زړه ودانۍ ورانوي او نوې بڼه ورکوي، يوازې تقليد کوونکی نه دی بلکې بې‌شعوره هم دی.

په افغانستان کې په ځانګړې توکه په کابل کې هرڅه تقليد شوي دي. ډېر کم خلک نوښتګر عمل کوي. تقليد بد نه دی؛ خو ځينې وخت دغه تقليد ډېرې منفي پايلې لري. څو کاله وړاندې کابل ښار کې خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه جوړ شول، يو کال نه و تېر شوی چې په هره کوڅه کې خصوصي ښوونځی او پوهنتون جوړ شو. يو وخت کې کابل يې يوازې يو خصوصي روغتون و؛ خو اوس له سلو ډېر جوړ شوي دي.

بدبختانه د دغو تقليدونو له کبله کيفيت د کميت قرباني شوی دی. اوس مهال د ډېر پوهنتونونو، ښوونځيو او روغتونونو وضعيت ډېر خراب شوی، ډېر ضعيف خدمتونه وړاندې کوي؛ خو بدل کې يې ډېر لګښت غواړي. ډېری ښاریان خصوصي سکټور ته په دې هيله ورځي چې دوی ته به ښه خدمات وړاندې شي؛ خو خصوصي سکټور د دې وضعیت څخه په ګټې اخیستنې خورا ډېره ګټه ترلاسه کوي.

له دې سره په څنګ کې اوس مهال عجیب او غريب او وارداتي دودونه تقليد کېږي. د ولنټاین ورځ نمانځل، يو له هغو تقليدوونکيو دودونو څخه دی چې دې ټولنه کې ډېر دود شوی.

د ولنټاین اصطلاح له لوېدځې نړۍ افغانستان ته راغلې. که څه هم افغانستان ته نږدې ټول دودونه او حتا د افغانانو جامې له نورو هېوادونو اخیستل شوي؛ خو په دې وروستيو کلونو کې د ولنټاین ورځې نمانځنه خورا په پراخه کچه نمانځل کېږي. په ځانګړې توګه په تېرو دوه کلونو کې، د ولنټاین ورځې له رسېدو يوه اوونۍ وړاندې ټولنيزې رسنۍ له دې کلمې ډکې وي او حتا په پلورنځیو او سړکونو کې يې پوقانې او سره ګلونه ځوړولي وي. د ولنټاینه يوه ورځ مخکې او همدا ورځ ډېری پلورنځي په ځانګړي ډول پر بېلابېلو ګلونو او نورو ډالیو سینګار شوي وي.

ولنټاین په کابل کې په تېرو دوه کلونو کې په ظاهره توګه په خورا عالي توګه نمانځل کېږي؛ خو هېڅوک نه پوهېږي چې د دې تر شا څه دي. له دې ډلې ډېر کسان دغه ورځ نمانځي، يو شمېر يې په ښکاره توګه  او یو شمېر د داسې ورځې او مراسم نمانځي خو له خپلې کورنۍ پټ.

افغاني ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده او  ډېرو کمو لورګانو او زامنو ته يې کورنۍ اجازه ورکوي چې له مخالف جنس سره لاس په لاس وګرځي او يا يوه هوټل ته ډوډۍ خوړلو لپاره لاړ شي. حتا داسې کورنۍ هم شته چې خپلې لور ته اجازه نه ورکوي له خپل کوژدن سره له کوره ووځي.

له بلې خوا د ولنټاین ورځې نمانځل داسې تعریف شوې چې خلک فکر کوي که چېرې دوی دا ورځ د خپل خاوند، کوژدن او یا ملګري سره نه نمانځي، نو د دوی ګډ ژوند یا ملګرتیا رښتينې نه ده.  نو له همدې کبله يو شمېر کسان اړ کېږي چې اړين څيزونه ونه پېري او داسې څيزونه لکه پلاستيکي زړونه او نور سره څيزونه چې د مينې نښان وي، وپېري او خپل معشوق/ معشوقې ته يې ډالۍ کړي.

دا بده الګو په دومره چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده چې يوه ورځ به دغه پلاستيکي ډالۍ د خورا قیمتي څيزونو لکه د سرو زرو او نورو ځای ونيسي. د دې ډول نمانځنو ترڅنګ په دې وروستيو کې تازه دود شوی چې چې د اخترۍ او نوروزۍ سربېره د دوی راتلونکې ناوې ته د ولنټاین ډالۍ هو واخلي.

کابل کې ولنټاين

له شک پرته، د ولنټایني وړل کومه له سیالۍ پرته بل څه نه دي. په داسې حال کې چې په ځلونو د واده د لګښت کمولو په اړه ډېرې خبرې شوي؛ خو کورنۍ د دې پر ځای چې دغه بې‌ځايه لګښتونه کم کړي، نور مناسبتونه زياتوي.

په عيسيوي کلتور کې د ولنټاین ورځ هرکال د فبرورۍ په ۱۴مه ڼېټه نمانځل کېږي. د ولنټاین شاليد د کاتوليکو په کليسا کې د « د قديس والنټين» په وياړ جوړ شوي جشن ته ورګرځي.

په اوسنيو شرایطو کې هېڅوک د نوښت په اړه فکر نه کوي؛ بلکې دوی د نورو په نقل کولو سره کار کوي.

په هېڅ شي کيفيت نه دی پاتې؛ ځکه چې هرڅه تقلید او تکرار شوي دي. حتا ټلويزيوني برنامو خپل کيفيت ل لاسه ورکړی. کله چې يو ټلويزون يوه برنامه جوړوي، نورې ټولې شبکې يې يوازې د نوم په بدلولو سره له هماغې تقليد کوي. په ځینو مواردو کې حتا مېلمانه چې په ټلویزیوني برنامو کې ښکاري یوازې له یوې برنامې څخه بلې ته او له یوې شبکې څخه بلې ته بدلېږي رابدلېږي.

د نوښت نشت لامل شوی چې هر ډول مناسبت پرته له دې چې پر شالید يې پوه شو، د افغانانو ژوند ته ننوځي او بدلون راولي؛ په داسې حال کې چې هوښیار او تخلیقي خلک د نوښت په اړه فکر کوي او د نورو بنسټیزو او تخلیقي څيزونو په اړه فکر کوي.

له یو بل نه تقلید کول لامل شوی چې چاپېریال کې هر څه وينو په بشپړ ډول یو شان ښکاره شي او دې يو شان والي زموږ ژوند په بشپړ ډول بې‌خونده کړی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام