Asset 1SWN

د میمنې ښاروالي زړۍ هټۍ ورانوي او د ښاري نظم لپاره یې بېرته رغوي

faryab-1-q8johzk7wwxgt6q37q4ptxw2t4abzq8yiach7wfo20

د فاریاب د مرکز میمنې ښاروالي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې یې په دغه ښار کې د زړو او نامعیاري هټیو ورانولو او د ښاري نظم لپاره یې د بېرته رغولو چارې پیل کړې دي.

د میمنې ښاروال محب‌الله موفق وايي، یوشمېر هغه هټۍ چې څو لسیزې مخکې جوړې شوي او اوس زړې شوي، د ښار نوې اسانتیاوې نه لري او همدا لامل و چې د خلکو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته یې د ولایت مقام او د هټیو له څښتنانو سره په همغږۍ ورانول پیل کړي او د ښاروالي د نوې نقشې له مخې به یې بېرته جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه که څه هم د دغو هټیو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې اوس یې د هرات او زرګري پر سړکونو د پرتو هټیو د ویجاړولو او بېرته رغولو چارڅې روانې دي.

نوموړی وايي: «هغه هټۍ چې له ۸۰ تر ۱۰۰ کلونو لرغونې وې، نه یوازې زیانمنې شوې وې، بلکې هر کال به چپه کېدې. د خلکو د پرله‌پسې غوښتنو او د ښاروالي د وړاندیز له مخې، د هټیو څښتنانو ته وویل شول چې هغه چپه او بیا یې ورغوي.»

په همدې حال کې د یوشمېر هټیو خاوندان د ښاروالي دغه کار ستايي، خو وايي چې د خپلو هټیو د بېرته رغولو وسه نه لري. دوی په میمنې ښار کې د ودانیزو توکو د بیو لوړېدو په اړه هم شکایت کوي او له ښاروالي غواړي چې د احتکار مخه یې ونیسي.

د میمنې ښار یو هټۍ‌وال عبدالحلیم وايي: «موږ خوښ یوو چې په ښار کې مو ابادي وشي، خو د ودانیزو توکو بیې لوړې شوي؛ نو ځکه لږ ناخوښه یوو. زر خښتې په ۳۸۰۰ افغانۍ وې، نن سهار مې په ۴۸۰۰ افغانیو وپېرلې. د اوسپنې بیه هم همداسې لوړه شوې. باید د ودانیزو توکو بیې یې کنټرول کړې وای او لوړېدو ته یې نه وای پريښې.»

یو بل هټۍ‌وال امین‌الله هم وايي: «خلک نه‌شي کولای چې پر دغو هټیو پنځه لکه یا یو میلیون افغانۍ ولګوي. کله چې مسله عامه شوه، اړ شول چې پیسې په پور واخلي او جوړ یې کړي. رښتیا چې ټول یې د جوړېدو وسه نه لري.»

بله‌خوا یوشمېر هغه کسان چې یادې هټۍ یې په کرایه نیولي وايي، د هټیو د بیارغونې وسه نه لري او څښتنان یې باید د جوړولو مسوولیت پر غاړه واخلي. احمدشکېب د کاروبار خرابوالي او د هټۍ د کرایې زیاتوالي په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ، وايي:

«له یوې خوا د هټیو خاوندان وايي چې کرایه‌ورکوونکي یې باید هټۍ جوړې کړي او هر کال یې په کرایه کې وګرځوي. بله‌خوا ویل کېږي چې د هټیو کرایې به لوړې شي. له ښاروالي غواړو چې دې برخې ته جدي پام وکړي، څو کرایې لوړې نه‌شي.»

د میمنې ښار یوشمېر کارګران بیا خوښ دی چې دې ورځو کې یې کار ښه شوی دی. دوی له حکومت څخه غواړي چې دوامداره کارونه ورته پیدا کړي، څو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال نه‌شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میمنې ښار یو کارګر احمد وايي: «رښتیا ډېر خوښ یوو چې په خپل ښار کې کار کوو، څو هېواد مو پرمختګ وکړي. کارګرانو ته څه‌ناڅه کار پیدا کېږي چې یوه مړۍ ډوډۍ ومومي. همداسې کار باید راته پیدا شي چې ویې کړو او خپلو ماشومانو او مېرمنې ته یوه مړۍ حلاله روزي وروړوي.»

د میمنې ښار اوسېدونکي هم د ښاروالي دغه کار ستايي او غوښتنه کوي چې د ښار منځ کې د ویالو پاکولو ته هم پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د میمنې ښاروالي تر دې مخکې هم د تګ‌راتګ لاور څخه لاس‌پلورونکي لرې کړل او لاره یې د خلکو پر مخ پرانېستله. د ښاروالي دغه کار هم د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام