Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل ښاروالي اوونیز کمپاین؛ «پلاسټيکي کڅوړو ته نه ووایاست»

Screenshot-306-pzmt1j5vai9nmjm9h7pgouymyk3ws4tqrqgiix0l1k

د کابل ښاروالي پرون جمعه د مرغومې دویمه د پلاسټیکي کڅوړو د نه استفادې په موخه «پلاسټیکي کڅوړو ته نه ووایاست» تر عنوان لاندې اوونیز کمپاین پیل کړ.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، د دې کمپاین څخه یې موخه د چاپېریال ساتنه او د هوا د ککړتیا مخنیوی دی. نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د پلاسټیکي کڅوړو پر ځای د ټوکر او کاغذ څخه د جوړیو شویو کڅوړو څخه ګټه واخلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال کابل ښاریان هم دغه ښار کې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه له ښاریانو څخه غواړي چې له پلاسټيکي کڅوړو څخه استفاده ونه کړي.

د دوی په وینا، پلاسټیکي کڅوړې چاپیریال ککړوي او ژر له‌منځه نه ځي او خلک باید د ټوکر او کاغذي کڅوړو څخه ګټه واخلي.

د کابل اوسېدونکي دلاور عزیزي سلام‌وطندار ته وویل: «د پلاسټيکي کڅوړو څخه استفاده د ښار ښکلا له‌منځه وړي او خلک باید د پلاسټيکي کڅوړو بدیل څخه استفاده وکړي.»

د کابل ښاریان اوسېدونکي حکمت‌‌الله په وینا، پلاسټیکي کڅوړې چاپیریال ککړوي او ژر له‌منځه نه ځي او خلک باید د ټوکر او کاغذي کڅوړو څخه ګټه واخلي.

په ورته مهال یو‌شمېر ډاکتران وايي، له پلاسټیکي کڅوړو څخه اخیستل د عصبي، بې‌خوبي، بې حوصلې کېدل، ستړیا، دوامداره ذکام، نفس تنګي، د سپرم کمېدو، د نویو زېږېدلو ماشومانو معلولیت، د سترګو دید او د غوږونو د ناروغیو د  رامنځته کېدو لامل کېږي.

ډاکتر فریدالله عمري په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «له پلاسټيکي ناروغیو څخه استفاده د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي او هېواد‌وال باید د پلاسټیکي کڅوړو پر ځای له کاغذي او نورو بدیل کڅوړو څخه ګټه واخلي.»

بل‌خوا د چاپیریال ساتنې یوشمېر کارپوهان وايي، خلک دې د پلاسټیکي کڅوړو تر استعمال، کارول شوې پلاسټيکي کڅوړې تر خاورو لاندې ښخې کړي.

د چاپیریال ساتنې کارپوه عبدالهادي اڅکزی وايي: «حکومت په یوازې ځان د هوا ککړتیا سره د مبارزې توان نه لري او خلک باید دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او پلاسټيکي کثافات تر خاورو لاندې کړي او یا اور ورته کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې کارپوهان ککړه هوا او چاپېریال د ښاریانو لپاره پټ مرګ بولي او په وینا یې، ژوند یې ګواښي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام