د نجونو د میاشتني عادت نړیوالې روغتیایي ورځې سره هم‌مهاله، نن د هرات په ښوونځیو کې د میاشتني عادت پرمهال د نجونو له لوري روغتیا ته د پاملرنې د څرنګوالي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین جوړ شوی وو.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي وایي، میاشتنی عادت په بالغو نجونو کې د ښوونځي په دوره کې رامنځ ته کېږي چې ښوونکې باید دوی ته د میاشتني عادت په لړ کې د روغتیا ساتنې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړي.

د هغه په وینا، لا هم ګڼ‌شمېر نجونې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او شرم له امله د میاشتني عادت پر مهال خپلې روغتیا د پاملرنې په اړه کافي پوهاوی نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي، په ټولنه کې د ناسمو دودونو له کبله نجونې د میاشتني عادت پر وخت خپلې روغتیا ته سمه پاملرنه نه کوي چې ورسره دغه نجونې له ستونزو سره مخ کېږي. د نوموړي په خبره، دوی د میاشتني عادت په اړه د عامه پوهاوي لپاره لومړی ګام له ښوونځي څخه واخیست، څو د ډاکټرانو او ښوونکو له لوري د دې ناروغۍ په اړه نجونو ته پوهاوی ورکړي. د هرات د پوهنې رییس وایي، دغه کمپاین به د دغه ولایت په ښوونځیو کې د یوې اوونۍ لپاره روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۷ کال د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو څېرنو له مخې، په ټول هېواد کې ۵۰سلنه نجونې د ټولنیز شرم او ناوړه دودونو له امله د میاشتني عادت په اړه سم پوهاوی نه لري.

د دغې څېړنې پر بنسټ ۳۰سلنه نجونې د میاشنتي عادت پر وخت ښوونځيو ته نه ځي.

 د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي په نجونو کې میاشتنی عادت یو حساس پړاو بولي او ټينګار کوي چې په مېرمنو کې د بې اولادۍ یو ستر لامل په پېغلتوب کې د میاشتني عادت پرمهال روغتیا ته نه پاملرنه ده.

هغه وایي: «که د میاشتني عادت پرمهال روغتیا ته پاملرنه و نه شي، د تخمندانونو مسله ده چې کېدای شي یو‌شمېر نجونو ته رامنځ ته شي چې دا کولای شي په یو‌‌شمېر مېرمنو کې د بې اولادۍ سبب وګرځي. او د میاشتني عادت د هورموني بدلونونه دي چې د سینې د سرطان سبب کېږي چې د ځوانۍ پرمهال باید ورته سمه پاملرنه وشي. مونږ کولای شو چې د رحم، سینو سرطان او نورو ناروغیو څخه مخنیوی وکړو.»



یو‌‌شمېر نجونې وایي چې په کورنیو کې د ناوړه دودونو او سنتي ټولنې له امله ګڼ‌شمېر نجونې د میاشتني عادت په اړه پوهاوی نه لري او ټينګار کوی چې په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي کمپاینونه پراخ شي. دوی له والدینو په ځانګړې توګو له میندو غواړي چې خپلو لورګانو ته د میاشتني عادت، او په دې دوره کې د روغتیا د ساتنې د څرنګوالي په اړه پوهاوی ورکړي.

 د مې ۲۸مه د میاشتني عادت نړیواله روغتیايي ورځ د المان هېواد اړوند د «Wash United» په نوم یوه ملکي سازمان له لوري په ۲۰۱۴کال کې د میاشتني عادت پرمهال د مېرمنو د نظافت په موخه نومول شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام