Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملا حسن اخند اختریز پیغام: اسلامي امارت د ولس هوساینې لپاره هڅې کوي

ملا حسن اخند ۳۴

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن‌ اخند اختریز پیغام کې ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، په کار ده چې ټول مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان خپلو کې د یوالي او همکارۍ اصل ته جدي پام وکړي.

هغه نن چهارشنبه د جوزا ۶ / مې ۲۷ دغه پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت تل د ولس هوساینې لپاره اقدامات او هڅې کوي.

هغه د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې د عام ولس مشورې، شکایتونه او ستونزې واوري او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

ملا محمد حس اخند امنیتي او دفاعي ځواکونه ته هم لارښوونه کړې چې د اختر ورځو کې خپله دنده تر پخوا لا په ښه توګه ترسره کړي، څو هېوادوال په خوشحالۍ سره اختر ونمانځي.

ده زیاته کړې، دا چې دې وروستیو کې په میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي او ځینې د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي، اسلامي امارت تر خپله وسه ورسره مرسته کړې او بیا به یې هم ورسره کوي.

رییس الوزرا همدارنګه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د اختر ورځو کې تر خپله وسه د بېوزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام