د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت: د پرمختیايي پروژو عملي کولو ته ژمن یوو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت له‌خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پیل شوې دي.

کابل کې د ۸۰میلیونه افغانیو په لګښت څلور سړکونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د پلازمېنې د ده‌دانا، چهلستون، پډوله دښتې او سیاه‌سنګ سړکونه چې پر بیارغونه یې ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه سړکونه نن «سه‌شنبه، لیندۍ ۲۹مه» د ښاروالي له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول چې دوه کیلومتره اوږدوالی لري.

د سمنګان-بغلان او سمنګان-بلخ لویو لارو د بیارغونې چارې پیل شوې

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګان-بغلان او سمنګان-بلخ لویې لارو د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې. د سمنګان د ټولګټو چارو رییس، رییس اغا وايي چې د یادې پروژې ټول لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.

د عشق‌اباد ناستې پای؛ د افغانستان اقتصادي زیربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی

د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړیو استازیو له ناستې وروسته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی دی. د خبرپاڼې په یوې برخه کې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو محدودیت پر لرې‌کېدو ټينګار شوی.

د لغمان ځینې تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.

خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بله‌خوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

سیګار: تېر کال د افغانستان پر بیارغونې هېڅ پیسې نه‌دي لګول شوي

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغانستان کې ګڼ‌شمېر خلک له بې‌وزلي او نورو بېلابېلو ناورینونو سره مخ دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا پسې پراخېږي. د راپورونو پر بنسټ د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان سره څه باندې یو میلیارډ ډالر مرسته شوې، خو ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ ګراف پر لوړېدو دی.

د افغانستان د روغتونونو بیارغونې لپاره پاکستان یوه روغتیايي ډله رالېږلې

د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي روغتیايي خدمتونو د همغږۍ او مقرراتو وزارت افغانستان د بشردوستانه مرستو په توګه د روغتونونو د بیارغونې لپاره یوه روغتیايي ډله لېږلې ده. په رپوټ کې راغلي چې دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو، کورنیو او روغتیا وزارتونو د استازیو د همغږۍ په ناسته کې شریکه شوې ده.