Asset 1SWN

کورنیو چارو وزارت: بدخشان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۳۰ یې ټپیان کړي

1440x810_cmsv2_d96dc46c-7d9a-5a76-b8a6-c4e10cf1cc3c-7654884

د کورنیو چارو وزارت وايي چې بدخشان کې د وژل شوي مرستیال والي نثاراحمد احمدي د فاتحې مراسمو کې د چاودنې له امله ۱۱کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه د غبرګولي اتلسمه پر خپله ټوېټرپاڼه یاده چاودنه غندلې او هغه یې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د پېښې ډېری قربانیان ملکيان دي. د سرچینې په وینا، دې پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

 ویل کېږي چې دې مراسمو کې د ا.ا چارواکو او د یاد ولایت اوسېدونکو ګډون کړی وو. پېښه نن پنج‌شنبه د غبرګولي ۱۸مه د یاد ولایت مرکز فیض‌اباد ښار یوه جومات کې شوې ده.

د بدخشان محلي مسوولان په یاده چاودنه کې د بغلان د مخکیني امنیه قومندان صفي‌الله صمیم وژنه هم تاییدوي، خو په اړه یې بشپړ معلومات نه ورکوي.

په ورته مهال عیني شاهدان سلام‌وطندار ته وايي، چاودنه کې ګڼ‌شمېر ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د پېښې یو عیني شاهد شمس‌الله وايي چې نوموړی د پېښې له ځایه لس دقیقې مخکې وتلی و چې چاودنه رامنځته شوه.

نوموړي وویل: «نن مې دې مراسمو کې ګډون کړی و او تازه لس دقیقې مخکې له جوماته وتلی وم چې د چاودنې غږ مې واورېد، وروسته د خلکو غږونه پورته شول، غوښتل مې بېرته لاړ شم، خو وډار شوم چې بله چاودنه ونه‌شي او له سیمې لرې شوم. هلته ډېر خلک وو.»

په ورته مهال د بدخشان اوسېدونکي دغه ولایت کې د چاودنو زیاتېدو له امله اندېښنه ښيي او له حکومت غوښتنه کوي، څو راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

د بدخشان یوه اوسېدونکي نویدالله سلام‌وطندار ته وویل: «تراوسه زموږ ولایت کې داسې وضعیت نه‌و راغلی، لومړی ځل دی چې داسې چاودنه کېږي او دې ورځو کې زیاتې چاودنې کېږي، نه پوهېږم څه خبره ده. موږ ډېر اندېښمن یو او د ښار وضعیت هم خراب دی. څوک ښار کې نشته، هټۍ تړلي او خلک حیران پاتې دي.»

تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او نه یې هم کوم چا یا ډلې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوې بله چاودنه کې د دغه ولایت د ولایت مقام سرپرست او مرستیال والي نثاراحمد احمدي وژل شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام