بدخشان کې یوې محلي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ولایت مقام سرپرست او مرستیال والي نثاراحمد احمدي د فاتحې مراسمو کې چاودنه شوې ده.
د سرچینې په وینا، چاودنه نن پنجشنبه د غبرګولي ۱۸مه د بدخشان مرکز فیضاباد ښار د لومړۍ حصې سیمې په «نبوي» نومې جومات کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه د چاودنې څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته. د بدخشان محلي مسوولان هم دغه چاودنه تاییدوي، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي.
د بدخشان د ولایت مقام سرپرست او مرستیال نثاراحمد احمدي د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ په یوه موټر بم چاودنه کې ووژل شو. د یاد برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.