Asset 1SWN

د بدخشان سرپرست والي په یوه موټربم برید کې وژل شوی

نثاراحمد-احمدی-1-q7jx6g6ako4aefasxh5dikl8etotphm2v2gwfygmfc

په بدخشان کې ځايي سرچینې د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار «د محکمې څلورلارې» سره د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي. دا چاودنه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سه‌شنبې ورځ) سهار شاوخوا ۸:۱۵ دقیقې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینو په وینا، دا چاودنه د بدخشان ولایت د سرپرست والي نثاراحمد احمدي پر موټر شوې او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی. سرچینې وايي، یو «پاسو» موټر چې چاودېدونکي توکي په‌کې ځای پر ځای شوي وو، د نثاراحمد احمدي د موټر په ور نږدې کېدو سره سم چاودېدلی دی.

د بدخشان د سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر

په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي هم د چاودنې پخلی کوي او وايي، په یاده چاودنه کې د نثاراحمد احمدي په ګډون، دوه کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره، دا پېښه په فیض‌اباد ښار کې له چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر د چاودنې له امله شوې ده.

احمدي زیاتوي چې د چاودنې موخه د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست نثاراحمد احمدي موټر و چې په پایله کې یې نثاراحمد احمدي او د هغه موټرچلوونکی وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي. ځانمرګی بریدګر هم په دې چاودنه کې وژل شوی دی.

د بدخشان وژل شوی سرپرست والي نثاراحمد احمدي

معزالدین احمدي زیاتوي چې د پېښې ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې په وینا یې، روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. هغه ټينګار کوي چې کشفي او استخباراتي ادارو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د یادونې ده چې دا په بدخشان کې دویم لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي. د بدخشان پخوانی امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر په ګډون، درې نور کسان هم د ۱۴۰۱ کال، د لیندۍ په پنځمه په ورته چاودنه کې وژل شوي وو. هغه مهال د یاد برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام