د لوګر ولايت د امنیې قومانداني چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې يوه ۲۵ کلنه مېرمن په مرموز ډول وژل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر ولايت د امنیې قومانداني وياند احمدالله انس سلاموطندار راډيو ته ویلي چې یاده پېښه د برهکي برک ولسوالي په «کاکو صیب» کلي کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، د یادې ولسوالي امنیتي مسوولانو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د برهکي برک ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي بيا وايي چې دا پیښه د کورني تاوتريخوالي له امله شوې ده. دوی له امنیتي مسوولانو غواړي چې د پېښې عاملان باید ونیسي او سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د لوګر ولايت په ګډون، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې مرموزې او د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.