ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰۰ واوښت نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰۰ نه اوښتی دی.
ا.ا په کابل کې د درې داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي. دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتهنو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای پېچلي عملیات وکړل.
لوګر کې یوه ځوانه ښځه په مرموز ډول وژل شوې د لوګر ولايت د امنیې قومانداني چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې يوه ۲۵ کلنه مېرمن په مرموز ډول وژل شوې ده.
له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو کلیزه؛ ا.ا: هېڅ لوری دې د افغانانو د ځورولو هڅه نه کوي د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.