Asset 1SWN

لوګر  کې د یوې لرغونې سیمې کشف؛ ۳۵۰ کاله مخینه لري

FB_IMG_1672731047399

د لوګر د اطلاعاتو او  فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده لرغونه سیمه ۳۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د مرکز پل‌علم اړوند سپيڅ سیمه کې د کوټګي په نوم کلي کې موقعیت لري.

صمیم زیاته کړه چې کشف شوې سیمه یوې غونډۍ ته ورته ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د درې کسیزې ډلې له لوري لرغونې سیمه وپېژندل شوه او د اړتیا له مخې به په یاده سیمه کې نورې څېړنې هم وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د لوګر ټول کشفي او امنیتي ارګانونه به د «کوټګي» تاریخي سیمې ساتنه کوي او د یادې سیمې اوسېدونکو ته هم پکار ده چې د پېژندل شوې تاریخي سیمې په ساتنه کې له دولت سره ګډه همکاري وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې د یاد ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک، خروار او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ لرغونې سیمې او ۶ ابدې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي.

بل‌خوا د لوګر یو فرهنګ‌پال محمد رسول سلام‌وطندار ته وویل چې د دې خبر له اوریدو سره خوښ ده، خو ویره لري چې دغه تاریخي سیمه د قاچاقبرانو له لوري لوټ نشي.

نوموړي وویل: «زه ډیر خوښ یم چې لوګر کې یوه بله سیمه هم تاریخي وپېژندل شوه، خو زه ډاریږم چې سبا دغه سیمه څوک لوټ نه کړي، دولت په ځانګړې توګه امنتي ځواکونه دې سمه ساتنه وکړي.»

د لوګر د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي غلام جنت‌ګل بیا سلام‌وطندار ته وویل چې دغه تاریخي سیمه له نن څخه څو سوه کاله پخواني تاریخي مخینه لري.

هغه وویل: «زه خپله د لوګر د مرکز اوسېدونکی یم، دغه تاریخي سیمه څو سوه کاله پخوانی تاریخ لري. زموږ پلارونو ویلی چې د کوټګي غونډۍ لاندې د بودایانو ښارګوټی او اثار شتون لري، زه غوښتنه لرم چې په سمه توګه یې ساتنه وشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت لرغونی او له کانونو ډک ولایت دی چې د نړۍ په کچه د مسو او کرومیټو لوي کانونه او همداراز لویې تاریخي سیمې او اثار پکې موجود دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام