Asset 1SWN

هرات؛ روان کال د بارانونو د کموالي او د وچکالۍ په اړه د مسوولانو خبرداری

8078531_531-p4vebz8sz5jdtjy7iy2xuh0vp3vvrd56jl0umenybs

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وايي، روان کال کې به بارانونه کم وي او وچکالي به ډېره وي. د ياد ولايت د کرنې ریاست سرپرست او مسلکي مرستیال بشیر احمد احمدي وايي، هرات کې په ۱۳۹۸ کال کې له ۲۰۰ ملي مټرو ډېر باران وورېد؛ خو په ۱۳۹۹ کال ژمي کې د دغه باران کچه ۶۹ ملي مټره وه.

د احمدي په وینا، د تېر کال په پرتله په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۳۱ ملي مټر باران کمېدو سره به سږکال وچکالي ډېره وي.

نوموړی زياتوي، په هرات کې له ۲۰۰ زرو هکټاره ډېره کرنيزه ځمکه موجوده ده چې په‌کې للمي غنم، نخود او نور کرنيز توکي کرل کېږي چې د تېر کال د باران د کمښت له کبله د دغه کرنیزو توکيو محصولات له منځه تللي.

 د هرات د کرنې رياست مسلکي مرستيال وايي، هڅه کوي چې د کرنيزو اوبو کموالی له سلما بنده پوره کړي.

د هرات یو شمېر بزګر هم د تېر ژمي د کمو بارانونو له کبله اندېښمن دي. دوی وايي، د لږ باران له کبله د دوی ځمکې خرابې شوي او د دوی ډېری فصلونه له منځه تللي دي.

دغه هراتي کروندګر هم وايي چې د باران د نه ورښت له کبله يې کرل شوي توکي له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وايي، حکومت په هغه پلان کار کوي چې د موسمي بارانونو له انحصار څخه د کرنې د لارې بدلولو لپاره کار وکړي. د هرات د والي په وینا، د دې کرنیزې طرحې په کارولو سره به د باران پر اوبو د انحصار کچه راټیټه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام