افغانستان کې د سرطان ناروغي زیاتېدل؛ د روان کال تر نیمايي د ۳۲۰۰۰ کسانو نوملیکنه شوې

په افغانستان کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې مرکز مسوولان د سرطان له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د متخصصو کادرونو، جلا روغتونونو، درملو، تجهیزاتو او بسترونو له نشتوالي او مالي ستونزو سر ټکوي.

د ملي پراختیا شرکت: ادارې او سکتورونه له موږ ۱۸،۴میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن شنبه د وري ۲۶مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دغه شرکت به روان ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۸۲ پروژې پلې کړي.

په دغه خبري ناسته کې د ملي پراختیا شرکت چارواکو د تېر یوه کال لاسته‌راوړنې او د راتلونکي کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده. یوناما په دغه راپور کې پر لږکیو په ځانګړې توګه پر شعیه او هزاره لږکیو د بریدونو له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هرات؛ روان کال د بارانونو د کموالي او د وچکالۍ په اړه د مسوولانو خبرداری

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وايي، روان کال کې به بارانونه کم وي او وچکالي به ډېره وي. د ياد ولايت د کرنې ریاست سرپرست او مسلکي مرستیال بشیر احمد احمدي وايي، هرات کې په ۱۳۹۸ کال کې له ۲۰۰ ملي مټرو ډېر باران وورېد؛ خو په ۱۳۹۹ کال ژمي کې د دغه باران کچه ۶۹ ملي مټره وه.