Asset 1SWN

خوست کې د ډله‌ييز قبر موندل کېدل؛ د تري‌تم شویو کسانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي

خوست

له هغه وروسته چې په خوست کې یو ډله‌ييز قبر کې له ۱۰۰ څخه ډېر مړي په‌کې وموندل شول، یوشمېر خوستوال چې د کورنۍ غړي یې پخوا تري‌تم شوي، له نړیوالو ادارو د پلټنو او عدالت غوښتنه کوي.

د خوست ولایتي مسوولان وایي، وړمه ورځ یې د دغه ولایت په مرکز کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یوه چېک‌ډیم د جوړېدو پر مهال په یوه ډله‌ييز قبر کې سل جسدونه موندلي او نن یې په یوه بله سیمه کې خاورو ته سپارلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال چې د دغه قبر د سپړنې کمېټې مشري یې کوله وايي، د لومړنیو څېړنو له مخې، داسې څرګندیږي چې یاد کسان د شوروي یرغل پر مهال د کمونیستي حکومت له‌خوا په ډله‌ييزه توګه وژل شوي وي. د نوموړي په وینا، له یاد ډله‌ييز قبر څخه یې د داسې انسانانو ککرۍ هم را ایستلې چې د ټوپک مرمۍ اوس هم په‌کې پاتې دي.

هغه زیاتوي: «کله چې موږ له ډله‌ييز قبر څخه هغه د انسانانو پاتې هډوکي را واېستل، جیبونه مو یې وپلټل، یو ساعت و، هغه مو ګوګل ته ورکړ، په ۱۹۷۰ کې جوړ شوی و او د دې تر څنګ، ځینې اوسپنیزې روپۍ هم وې چې د نورمحمد تره‌‌کي د وخت دي.»

په ورته وخت کې د خوست ولایت یوشمېر هغه اوسېدونکي چې ډېر پخوا یې د کورنۍ غړي تري‌تم شوي، دا ډول کړنې د بشریت ضد جنایت بولي.

دوی له اوسني سرپرست حکومت او د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، څو دا ډول پېښې که هغه د هر رژیم یا کس له‌خوا شوې وي، وپلټي.

د خوست اوسېدونکی منډایر منګل وايي، پلار یې د ۱۳۵۸ کال د وري په شپږمه نېټه د وخت حکومت له‌خوا نیول شوی و او تر یوې میاشتې پورې د خوست د امنیې قومانداني په توقیف کې و، خو له هغه ورسته یې مړی او ژوندی ورک شو.

نوموړی زیاتوي: «پلار مې په ۱۳۵۸ کال د وري میاشتې په شپږمه نېټه په موسی‌خېلو ولسوالي کې نیول شوی و. هغه یوه میاشت د خوست په امنیه قومانداني کې و، خو بیا وروسته ورک شو. راته ویل یې چې بل چېرته مو لېږدولی. بیا ځینو کسانو دا هم راته وویل چې هغه یې وژلی. نړیواله محکمه باید د دغو ډله‌ييزو قبرونو په اړه کار وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست یو بل اوسېدونکی الف‌خان هم وايي چې په ۱۳۶۱ کال یې تره د وخت کمونیستي حکومت له‌خوا نیول شوی و او تر اوسه یې بیا هېڅ معلومات نه‌دي شوي. د هغه په خبره، په یاد ډله‌ييز قبر کې یې ځینې داسې نښې‌نښانې هم موندلي چې د ده تره دې هم په دې ډله‌ييزه وژنه کې وژل شوی او بیا تر خاورو لاندې شوی وي.

د خوست دغه اوسېدونکي ټینګار کوي چې د خوست د ډله‌ييز قبر ترڅنګ دې د ټولو هغو ټول‌وژنو په تړاو پلټنې وشي چې هېواد کې شوي او عاملان دې یې د عدالت مېز ته راکش کړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام