د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالي کې یو ډلهییز قبر موندل شوی دی.
د کندهار د والي وياند حاجې زيد نن پنجشنبه د لړم دولسمه سلاموطندار ته ویلي، دغه ډلهییز قبر چې د پنځو کسانو هډوکي پهکې پیدا شوي، د دامان ولسوالي د عليزو او بشر کلي کې د کېندنې پر مهال موندل شوی دی.
حاجي زید زیاته کړې چې دغه کسان په ډېره بېرحمۍ وژل شوي او وروسته یې جسدونه د دامان ولسوالي د یادې سیمې په یوې غونډۍ کې ښخ کړل شوي دي.
خو د کندهار د والي ویاند ادعا کړې چې یاد کسان د مخکیني حکومت د نظامیانو لهخوا وژل شوي دي. دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې یو ډلهییز قبر موندل شوی و.
هغه مهال د کندهار محلي مسوولانو ویلي و، دغه ډلهییز قبر کې یې د ۱۲ کسانو هډوکي موندلي چې په وینا یې، نهه کاله مخکې وژل شوي وو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د یاد دلهییز قبر د پیداکېدو سره هممهاله ملګرو ملتونو ویلي و چې په اړه یې باید څېړنه وشي.