Asset 1SWN

خوست کې ډله‌ییز قبر؛ د «۱۰۰» کسانو جسدونه موندل شوي

قبر

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو ډله‌ییز قبر چې شاوخوا «۱۰۰» جسدونه په‌کې وو، موندل شوی دی.

د مسوولان په وینا، دغه ډله‌ييز قبر د مرکز اړوند د «څړبني سيمه» کې د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه هغه مهال موندل شوی چې د اوبو د يو جوړېدونکي چک‌ډېم لپاره سيمه کې کندنې روانې وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد ډله‌ييز قبر دوه ورځې وړاندې موندل شوی و چې نن «دوشنبه، سلواغې ۲۳مه» د ښاروالي تنظيف مامورينو او د سيمې اوسېدونکو په ګډه همکاري د انسانانو جسدونه رااېستل شوې دي.

د خوست ښاروال بسم‌الله بلال چې د ياد قبر د سپړنې لپاره د کمېټې مشري کوي، سلام‌وطندار ته وايي چې داسې نښې شته چې ياد کسان ټول ملکیان دي او ښايي له وژل‌کېدو وروسته دې ځای کې له خاورو لاندې شوي وي.؟

نوموړي زیاته کړه چې د ولايت مقام لارښوونې سره سم، له ياد قبر څخه رااستل شوي، د انسانانو هډوکي د خوست ښاروالي ته لېږدول شوي او يوه مناسب ځای کې به خښ کړل شي.

هغه وویل: «د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ يو چک‌ډېم جوړېده چې کله هلته کار پيل شو، نو يو ډله‌ييز قبر په‌کې پيدا شو، بيا د والي صاحب په هدايت کې هغې ته کمېټه وټاکل شوه چې هغې باندې کار پيل کړي. کم ترکمه په دا کې ۱۰۰ جسدونه پيدا شول چې د يوې زنانه لباس هم په‌کې موجود دی او داسې هم کېدای شي چې دلته يوه کورنۍ له‌منځه تللې وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې تېر کال د کندهار په سپین‌بولدک او دامان ولسوالیو کې هم دوه ډله‌ییز قبرونه موندل شوي وو چې یوه کې د ۱۲ کسانو او بل کې د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام