Asset 1SWN

مسوولان: د سلطان مسعود غزنوي قبر بیارغونې ته اړتیا لري

IMG-20221120-WA0045-py1fawgbztyg8vardbu3qiqbllrkyxgfz34xxv5sp4

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د غزنویانو سلطنت د یوه ځواکمن پاچا سلطان مسعود غزنوي قبر چې د دغه ولایت په شمال‌ختیځ کې دی، بیارغونې ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد قبر د دغه ولایت د مهمو تاریخي ځایونو له ډلې یو دی، خو اړتیا ده چې ورغول شي.

هغه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او دغه راز د اسلامي نړۍ له فرهنګي سازمانونو غواړي چې غزني کې د سلطان مسعود غزنوي او ورته نورو تاریخي ځایونو ساتنې او بیارغونې ته پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غزنی لسګونه تاریخي او لرغوني ځایونه لري او ډېری یې د غزنویانو واکمنۍ اړوند دي، خو یوشمېر هغه یې بیارغونې او د مسوولانو پاملرنې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام