د ښارجوړونې وزارت د تاریخي ځایونو او د جماتونو د بیارغونې برخې انجینیرانو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ دغه ولایت کې د پیر تنات لرغوني درمسال د بیارغولو چارې پیل کړې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان او دغه ولایت کې یو شمېر هندوان وايي، دغه درمسال شاوخوا ۸سوه کاله لرغونی دی چې طبیعي پېښو یې ډېرو برخو ته زیان رسولی او د له منځه تلو خطر یې جدي بلل کېده.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس محمد ادریس وفا وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه معبد مرمت لپاره ۸ میلیونه او ۵ سوه زره افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست زیاتوي، دغه ولایت کې د سکانو یو بل درمسال به هم نږدې راتلونکي کې بیا ورغول شي.

د پیر تنات درمسال د مسلمانانو لپاره تاریخي او د هندوانو لپاره مذهبي ارزښت لري.

راجا رام یوازینی هندو مذهبی دی چې پیر تنات درمسال کې عبادت او ورڅخه ساتنه کوي.

راجا وايي، غزني کې له ټولو روانو ناامنیو سربېره، ولایتونو او هېواد څخه بهر زیات شمېر هندوان د خپلو مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره پیر تنات درمسال ته ورځي.

د هغه په وینا، څو کاله یې د افغان حکومت بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې، ترڅو د دغه درمسال بیا رغولو لپاره یو کار ترسره شي.

پیر تنات درمسال د غزني تاریخي کلا سوېل خوا کې دی او د غزني فرهنګیان هم د دغه درمسال له بیا رغولو څخه چې تاریخي ارزښت لري هرکلی کوي.

خو د هغوی جدي اندېښنه دا ده چې د بیا رغولو پرمهال د پیر تنات درمسال تاریخي هویت له منځه لاړ نه‌شي.

د غزني ښار او ولسوالیو کې هندوان څو معبده لري، خو ناامنۍ لامل شوي چې هغوی کلونو راهیسې ولسوالیو کې خپلو درمسالونو ته تلو څخه پاتې شي.

 

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام