د «غزنه لرغوني ښار» فرهنګیان او اوسېدونکي وايي چې «د لرغوني غزنه ښار/د غزني زوړ ښار» کې د لومړني جامع جومات ودانۍ په ناوړه وضعیت کې ده او هره شېبه یې د چت را لوېدو شونتیا شته.

د دوی په وینا، وروستیو بارانونو د دغه تاریخي ځای ته نور زیان هم اړولی او که د بیارغونې لپاره یې ژرترژره اقدام ونه شي، له منځه به ولاړ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله مجاهد هم مني چې یاد تاریخي جومات د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی. هغه له خیرغوښتونکو هېوادوالو غواړي چې یاد ارزښتناک تاریخي ځای د بیارغونې لپاره لاس په‌کار شي.

د «غزنه لرغوني ښار» جامع جومات په غزني کې لومړنی جامع جومات دی چې د غزنویانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی او ۱۰۰۰ کاله لرغونتوب لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام