غزني کې ټرافیکي پېښې د درېوو کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه پرون ماښام د غزني د مرکز اړوند د «روضې کنډو» سیمه کې د ۴۰۴ ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې یو ۴۰۴ ډوله موټر پرون ماښام د کابل-کندهار پر لویې لارې د روضې کنډو سیمه کې پر یوه موټرسایکل ختلی او له کبله یې پرې سپاره درې کسان مړه شوي دي.
په دې پېښه کې دوه مړه شوي کسان د میدان وردګ او یو بل هم د غزني د دهیک ولسوالي اوسېدونکی دی. د دې ټرافیکي پېښې لامل د موټر او موټرسایکل چلوونکو بېغوري په ګوته شوې ده.
د روضې کنډو د کابل-کندهار پر لویې لارې د غزني په مرکز کې هغه سیمه ده چې وختناوخت پرې خونړۍ ټرافیکي پېښې کېږي او له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوړي.