ناچاري او د ځان بېګاري؛ ننګرهار کې یوشمېر کسانو د خښتو بټیو کې ځانونه ګرو کړي

د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.

لوګر کې دوه جلا ټرافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان دي

د لوګر ولايت د امنیې قومانداني وياند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون (د غويي څوارلسمه، د پنجشنبې ورځ) مازديګر مهال د محمداغې ولسوالي په «کډي» سیمه کې یو موټر او موټرسایکل سره ټکر شوي له کبله یې يو کس وژل شوی او د يوې ميرمنې په ګډون، دوه کسان ټپيان شوي دي.