د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.

۴۹ کلن سلام‌خان چې له تېرو څو کلونو راهیسې دلته په بټیو کې کار کوي وايي، په وروستیو کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله اړ شو چې د خښتو بټۍ له څښتن څخه پنځوس زره افغانۍ پور واخلي، خو شرط یې دا و چې دغه پور به ورته د کار په بدل کې ادا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، د ګروي د ژر خلاصېدو لپاره خپل کوچني ماشومان هم بټۍ ته د کار لپاره راولي. هغه زیاتوي: «ما په تېر ژمي کې له خپل مالک څخه پنځوس زره افغانۍ واخیستې او اوس اړ یم چې همدا پیسې خلاصې کړم. د دې لپاره چې دا پیسې ژر خلاصې شي، خپل واړه بچیان مې هم کار ته راوستي دي؛ کار یې سخت دی، خو څه وکړو؟»

په سرخ‌رود کې د یوې بلې بټۍ کارکوونکی رضا‌ګل چې خپل کوچنی ورور او یو اته کلن زوی یې هم له ځان سره کار کولو ته راوستلي وايي، د بټۍ له څښتن څخه یې دېرش زره افغانۍ اخیستي چې د خلاصولولو لپاره یې اوس اړ دی هره ورځ لس ساعته کار وکړي.

د نوموړي په خبره، تر هغه یې چې پور نه وي ادا کړی، بشپړ معاش یې نه ورکوي. رضاګل وايي: «موږ دلته په ګروي باندې کار کوو. معاش مو کم دی او لګښت زیات. اړ یوو چې پیسې زیاتې واخلو. د بټیو مالکان بیا د هغو په بدل کې موږ ته کار راسپاري او اړ یوو چې هغه خلاص کړو.»

په ورته وخت کې د ننګرهار په سرخ‌رود کې د خښتو بټیو مسوولان هم وايي، خپلو کارکوونکو ته تل په دې شرط پیسې په پور ورکوي چې په بدل کې یې بیا کار ورسره وکړي.

د خښتو د یوې بټۍ مسوول میراغا وايي، شاوخوا څلوېښت کسان ورسره پر کار بوخت دي او ډېری یې داسې دي چې له ده څخه یې د خپلو اړتیاوو پر بنسټ، له وړاندې پیسې اخیستې دي. د نوموړي په وینا، پوروړي یې پیسې نه لري او دی اړ دی چې په بدل کې ترې کار واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې یوشمېر کورنۍ او ماشومان په بټیو کې پر سختو کارونو بوخت دي، خو په خبره یې، هڅې یې پیل کړي چې ټول ماشومان له دغو سختو کارونو وژغوري.

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله ثاقب په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:«په ننګرهار کې زیات شمېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. زموږ هڅه دا ده چې دوی له دغو کارونو وژغورو او د زده‌کړو اسانتیاوې ورته برابرې کړو، څو زده‌کړې وکړي.»

سرخ‌رود د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې په‌کې د پخو خښتو سلګونه بټۍ فعالې او زرګونه کسان په‌کې پر سختو کارونو بوخت دي او د کارګرو ډېره برخه یې دغه ډول ګرو شوې کورنۍ او ماشومان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام