سرپل کې بې‌وزلي او ناچاري؛ لسګونه ماشومان د خښتو بټیو کې کار کوي

سرپل کې یوشمېر ماشومان سهار لمرخاته مهال ښوونځي ته د تګ پر ځای، د خښتو بټیو ته ځي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له سهاره تر ماښامه خښتې وهي. دغه ماشومان چې د زده‌کړو له نعمت څخه بې‌برخې دي، ماشومانه لوبې یې د درنو کارونو قرباني کړې دي.

ناچاري او د ځان بېګاري؛ ننګرهار کې یوشمېر کسانو د خښتو بټیو کې ځانونه ګرو کړي

د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.