ناچاري او د ځان بېګاري؛ ننګرهار کې یوشمېر کسانو د خښتو بټیو کې ځانونه ګرو کړي

د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.