د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده. افغان کارګران وايي چې وزګارتیا یې ځوروي او هره ورځ د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د کابل ښار څلور لارو ته د کار موندلو په موخه راځي، خو بېرته تش لاسونه ګرځي.
خیرمحمد چې ۶۴ کاله عمر لري، د کابل ښار د شهرنو حاجي یعقوب څلورلارې ته په دې نیت راغلی چې نن به یې کوم څوک د یوې ورځې مزدورۍ لپاره بوځي او بېګاه ته به خپلې کورنۍ ته پرې خوراکي توکي یوسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورځې شاوخوا یوولس بجې دي، خو تراوسه لا څوک نهدي پیدا شوي چې د خیرمحمد دا هیله پوره کړي. هغه زیاتوي: «هېڅ کار مې نهدی کړی. تېر کال مې درې ورځې کار وکړ، خو سږ کال تر اوسه یوه ورځ هم کار ته نه یم تللی. لنډه دا چې هېڅوک نشته چې موږ ته کار راکړي. شتمن وتښتېدل او یوازې موږ بېوزله دلته پاتې یوو. وګورئ، دوه سوه رنګمالان او ګلکاران دلته دي، تر اوسه یو هم کار ته نهدی تللی.»
دا یوازې خیرمحمد نهدی چې هره ورځ د کابل ښار بېلابېلو څلورلارو ته په کار پسې راوځي، بلکې سلګونه او زرګونه نور کسان هم شته چې ټکنده لمر ته په دې هیله ولاړ دي، څو یوه ورځ مزدوري وکړي او ماښام خپلو بچیانو ته ډک لاس ورشي، خو ډېر کله یې دا هیلې په ورځو ورځو همداسې هیلې پاتې کېږي او په وچو شونډو او ناهیلۍ بېرته کورونو ته ستنېږي.
عبدالرحمان چې د اتهکسیزې کورنۍ نفقه ور پر غاړه ده، وايي: «له طالبانو مخکې مې د بازارموندنې برخه کې کار کاوه. اوس وزګاره یم او د همدې لپاره چوک ته راغلی یم چې کار ومومم. د اقتصادي ستونزو له کبله نشم کولای چې پوهنتون ته ولاړ شم. مخکې به نورو چوکونو ته د کار لپاره ورتلم، نن دلته راغلی یم. دلته هم کار نشته. هېڅ ځای کار نشته.»
د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي چې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل کېدل، د نړیوالو له لوري پر سرپرست حکومت بندیزونه، دوامداره وچکالي، د پرمختیايي پروژو او د وزګارتیا کچې د ټیټېدو مخنیوي لپاره د منظمې پالیسي نه موجودیت لامل شوي چې د افغانانو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ناسم لوري ته ولاړ شي.
خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په هېواد کې د کاري اسانتیاوو د برابرېدو په موخه ګڼشمېر پروګرامونه په پلان کې لري چې په پلي کېدو سره به یې د وزګارتیا کچه راټیټه شي. د دغه وزارت د مهارتونو د ملي پراختیا عمومي رییس عبدالرحمان فایز سلاموطندار ته ویلي چې وزګارتیا اوس یوه لویه، خو نړیواله ستونزه ده.
هغه وايي، که نړیوالې ټولنې خنډونه نه وای جوړ کړي، اسلامي امارت به د خپلو کاري پلانونو پر مټ به خلک پر کار بوخت کړي وو او اوس به مو په ټول افغانستان کې سل وزګاره کسان هم نه لرل.
د مې میاشتې لومړۍ نېټه یا د کارګر نړیواله ورځ داسې مهال په افغانستان کې میلیونونه کسان وزګاره دي او د خوړو برخه کې یې هم د نړیوالې ټولنې پر مرستو تکیه کړې ده.