د کارګر نړیواله ورځ؛ افغان کارګران: د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران یوو

د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده. افغان کارګران وايي چې وزګارتیا یې ځوروي او هره ورځ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار څلورلارو ته راځي، خو بېرته تش لاسونه ګرځي.
خیرمحمد چې ۶۴ کاله عمر لري، نن په دې نیت له کوره راوتلی چې کار به ومومي او بېګاه ته به خپلې کورنۍ ته پرې خوراکي توکي یوسي.

د دوحې غونډه او پروړاندې یې غبرګونونه؛ د ښځو حقونو فعالانې او شنونکي: بې‌ګټې ده

د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې هوکړه‌لیک له لاسلیک څخه چې له مخې یې په افغانستان کې پخوانی اسلامي جمهوري نظام ونړېد او ا.ا واک ته ورسېده، څه دپاسه درې کاله تېر شول. ملګرو ملتونو په دې موده کې د ا.ا او نړیوالې ټولنې ترمنځ له ګڼو ناندریو او غبرګونونو وروسته، نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه دوه‌ورځنۍ غونډه جوړه کړه.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ «د افغان ښځو زده‌کړو او کار ته دې لاره هواره شي»

یوشمېر کابل ښاریان په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې پیلېدو سره سم وايي، تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او د دوی ژوند به ورسره مثبت بدلون ومومي. د دولسم ټولګي زده‌کوونکې نجمه نبي‌زاده وايي، افغان نجونې او ښځې تمه لري چې د دوحې غونډه کې به یې د زده‌کړو او کار لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

کابل کې د ښځو دایمي نندارتون؛ صنعت‌کارانې: اوونۍ کې یوازې یو پېرودونکی لرو

په کابل ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو د یوازیني دایمي نندارتون پلورونکي وايي، د دغه نندارتون د نامناسب ځای له کبله یې پېرودونکي کم شوي دي.
مستوره او مینه هغه دوه ښځې دي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په خپلو لاسونو جوړې کړې افغاني جامې، بکسونه او څپلۍ نندارې ته ايښي وايي، په میاشت کې تر دوو زیات پېرودونکي نه‌ لري.

غزني کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی

د غزني امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه شپږ کلن ماشوم د مړي موندل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د غزني ښار د «سلطان‌محمود غزنوي» ښارګوټي په یوه انګړ کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندلی دی.