Asset 1SWN

لوګر کې د وزګارتیا له امله د لوستو ځوانانو شکایت

Puli_Alam

لوګر کې یو‌شمېر لوستي ځوانان د وزګارتیا له امله شکایت کوي او وايي، سره له دې چې لوړې زده‌کړې لري، خو د دندې په موندنې نه‌ دي بریالي شوي.

دغه لوستي ځوانان سلام‌وطندار وايي چې بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو ته د دندې ترلاسه کولو په موخه ورغلي، خو تش لاس ترې راغلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شکور الله چې د لوګر اوسېدونکی دی او د ننګرهار پوهنتون له انجینیري پوهنځي فارغ شوی سلام‌وطندار ته وویل، لسګونه ادارو ته یې د دندې ترلاسه کولو غوښتنلېکونه (سي‌وي) لېږلي، خو تراوسه هېڅ ادارې مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

هغه زیاته کړه چې حکومت باید د لوګر ځوانانو ته په خپل ولایت کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کارکولو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «زه لوړې زده‌کړې لرم، خو څوک دنده نه راکوي. موسساتو ته او دولتي ادارو ته مې څو ځلې سي‌وي او اسناد وسپارل، خو یوه هم شارټ لېست نه کړم، د ځوانانو وضعیت خراب دی. دولت باید وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.»

د لوګر د محمداغې ولسوالي اوسېدونکی کریم‌الله وايي، دوه کال کېږي له پوهنتونه فارغ  شوی او دې موده کې د دندې په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

د نوموړي په وینا، په ډېری ادارو کې ګومارنې په رڼه توګه نه کېږي او ګڼ‌شمېر کسان  دولتي او نادولتي ادارو ته د اړیکو له لارې جذبېږي.

هغه وویل: «تاسې باور وکړی، زه  دوه کاله کېږي چې له پوهنتون څخه فارغ شوی یم، دروازه په دورازه ګرځم، خو څوک دنده نه راکوي. ځينې دندې اوس په اړیکو ترلاسه کېږي چې زه دغه اړیکې نه‌لرم، زموږ په سیمه او ولسوالي کې د وزګارتیا کچه ډېره لوړه شوې ده.»

ټولنیزې رسنۍ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې له پوهنتونونو فارغو او وزګارو ځوانانو ته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «د هر نظام مسوولیت دی چې وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، د لوګر ولایتي اداره هم موولیت لري چې وزګارو کسانو ته دنده ورکړي، زما معلومات دا دي چې اوس هم په لوګر کې هڅه روانه ده چې په دولتي ادارو، موسساتو او شرکتونو کې لکه د کانونو په استخراج او د نظام په داخل کې په خالي بستونو وګومارل شي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

لوګر یوازینی ولایت نه دی چې لوستي ځوانان یې له وزګارتیا شکایت کوي، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد له نورو ولایتونو څخه هره ورځ لسګونه ځوانان د وزګارتیا له امله هېواد پرېږدې او بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره په قاچاقي لارو سفر کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام