د روزګان ولایت یوشمېر ځوانان شکایت کوي او وایي چې په تېرو شلو کلونو کې په دغه ولایت کې هيڅ دولتي او خصوصي پوهنتون نه دی جوړ شوی.

دوی وایي، روزګان کې د لوړه زده‌کړو  یوه موسسه چې کندهار پوهنتون پورې اړوند ده فعاليت کوي. خو درالمعلمين او د روغتيايي علومو يو خصوصي انستیټیوت شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د ترینکوټ اوسېدونکي وايي، دوی د لوړو زده‌کړو لپاره ګاونډيو ولايتونو ته ځي.

دغه ځوانان اسلامي امارت څخه غواړي چې د روزګان د لوړو زده‌کړو موسسه دې په پوهنتون بدله کړي.

د روزګان د ترینکوټ ښار اوسېدونکی لعل محمد وایي: «دلته تراوسه پوهنتون نشته، اوس چې کوم یوه فعاله ده، هغه هم يوه موسسه ده اوداسي څانګې پکې فعاله دي چې د افغانستان د نورو ولایتونو  په وهنتونونو کې داسې ځانګې نشته. دولت باید چې دغه موسسه په پوهنتون بدله کړي

د ترینکوټ بل اوسېدونکی سردادولي وایي: «ملي سوداګرو څخه غواړو چې راشي او په روزګان کې د ښوونې او روزنې په برخه کېپانګونه وکړي، ځکه په تېرو وختونو کې که د کار زمينه نه وه برابره، خو اوس هر څه شته، سوداګر دې په رزګان ولايت کې خصوصيپوهنتنونه جوړ کړي

په همدې حال کې د روزګان د لوړو زده‌کړو موسسو‌ رییس اسدالله نور په دغه ولایت کې د پوهنتونونو نه‌شتون مني او وایي جې دا یوه جدي ستونزه ده. هغه وایي، هڅه کوي څو د روزگان پوهنتون چې اوس د کندهار پوهنتون پورې اړوند دی، په پوهنتون بدله کړي.

هغه وايي: «رښتیا هم روزګان کې تراوسه خصوصي پوهنتونونه نشته لاملونه يې ډېر دي، خو اوس باید شتمن خلک دلته پوهنتون جوړکړي. رزګان پوهنتون چې دامهال د کندهار پوهنتون يوه څانګه ده، موږ به ډېر ژر دغه د لوړه‌زده کړو موسسه د یوه خپلواک پوهنتون په توګهاعلان کړو

په همدې حال کې د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمداصف د هېواد له سوداګرو څخه غواړي چې په دغه ولایت کې خصوصيپوهنتونونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هر کال په روزگان ولایت کې زرګونه ځوانان له دولسم ټولګیو څخه فارغېږي. خو اوسېدونکي یې د تېرو کلونو د جګړو لهامله لوړو زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام