Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزني حوزوي روغتون کې د فیس له اخیستو شکایتونه؛ «د عملیات۱۰۰۰‌ افغانۍ اخلي»

11

د غزني حوزوي روغتون مراجعه‌کوونکي په یاد روغتون کې له ناروغانو د فیسونو اخیستلو له کبله شکایت کوي او وايي چې د فیسونو د ورکړې توان نه‌لري.

د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ پر بنسټ هغه دولتي روغتونونه چې د یاد وزارت له‌خوا تمویلېږي، ناروغ ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې باید فیس ترې واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکی نوررحمن چې خپل زوی یې د درملنې لپاره دې روغتون ته وروړی، سلام‌وطندار ته وايي، د یا هر روغتون هرې څانګې ته چې ورشې، لومړی درڅخه د فیس غوښتنه کوي.

هغه وویل: «دلته مې اوس مریضان راوستلی وو، دغه خو دولتي روغتون دی. ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان خلکو اقتصاد کمزوری دی. دلته سل افغانۍ فیس اخلي، دا مریضانو ته ډېره مشکله ده.»

په ورته مهال د غزني حوزوي روغتون یو‌شمېر نور مراجعین هم دغه روغتون کې له ناروغانو د فیس اخیستلو پرېکړه باندې نیوکه کوي او وايي، له خلکو فیس اخیستل ستره جفا ده.

عادله چې یاد روغتون ته د درملنې لپاره ورغلې د غزني له مسوولانو غواړي چې دې برخه کې سپیناوی ورکړي او په وینا یې، د نړۍ هر ګوټ کې دولتي روغتونونه خلکو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

هغې وویل: «پخوا به چې دې روغتون ته راتلو، له کوم فیس پرته به مو مراجعه کوله، خو اوس فیس ورکوو چې هره معاینه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ او هر عملیات له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي. دولتي روغتونونو کې باید فیس وانخلي.»

په همدې حال کې د غزني یوه بل اوسېدونکي بلال سلام‌وطندار ته وویل، دې روغتون ته هغه کسان مراجعه کوي چې بې‌وزله دي او پیسې نه‌لري. «له ولسوالیو ډېر خلک راځي، یوازې د دې لپار دلته راځي چې اقتصاد یې کمزوری دی او ستونزې حل شي. اوس دلته هم له ناروغانو فیس اخلي، معلومه هم نه‌ده چې رښتیا ده، که نه‌ده.»

غزني کې مدني فعاله فاطمه محبي وايي چې خلک په دولتي روغتونونو کې د فیس ورکړې توان نه‌لري او حکومت باید د هرې طرحې له جوړېدو وړاندې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي.

بل‌خوا د غزني د حوزوي روغتون مسوولان بیا وايي چې د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د تایید شوې طرحې پر بنسټ یاد روغتون کې له مراجعه‌کوونکو څخه فیسونه اخلي.

د غزني د عامې روغتیا رییس رسول نظري سلام‌وطندار ته وايي چې فیسونه په رڼه توګه ټولېږي او د مستوفیت له لارې بانک کې تحویلېږي.

نوموړي وویل: « رښتیا هم د وزارت د پالېسۍ مطابق د عامې روغتیا وزارت د هدایت پر اساس یوه لایحه رالېږلې چې په دولتي روغتونونو کې هغه روغتونونه چې د وزارت له‌خوا نمویلېږي، فیس باید وجود ولري، یعنی فیس باید واخیستل شي. د دې لپاره لایحه موجوده ده. لایحې سره سم، فیس اخیستل کېږي او هغه فیس مستقیم د مستوفیت له لارې بانک اکونت ته تحویلېږي او ان‌شاءالله تخلف په‌کې نشي‌ کېدای او ان‌شاءالله په سالم ډول باندې مستوفیت ته د بانک له لارې تحویلېږي. عوایدو ته او د امارت عوایدو ته اچول کېږي.»

د غزني حوزوي روغتون درې سوه بستره لري چې نه یوازې د غزني، د څنګ‌لوریو ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته د درملنې لپاره ورځي.

سربېره پر دې د دغه روغتون ودانۍ تراوسه په بشپړه توګه نه‌ده رغول شوې او ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي یې په نورو ودانیو کې هره ورځ سلګونه ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د غزني په حوزوي روغتون کې له مراجعه‌کوونکو څخه د فیسونو اخیستل داسې مهال دي چې یاد روغتون د روان کال له پیله وړاندې د همکارو موسسو له‌خوا تمویلېده، خو د یادو موسسو د مرستو بندېدو سره اوس د عامې روغتیا وزارت له لوري تمویلېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام